اسلام آباد 30 جنوري (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وزارت سږ كال د كشمير يووالي ورځ په بشپړه ډول د لمانځلو د عزم پخلې كړې دې۔د نهې په ورځ د كشمير چارو وزارت جاری شوې پریس ریلیز له مخې د كشمير چارو وزارت سیکرټری جواد رفیق ملك په مشرۍ كښې 5 فروری د كشمير يووالي ورځ لمانځلو غونډه وشوه۔په غونډه كښې د كشمير چارو وزارت ایډیشنل سیکرټری ، ګلګت بلتستان کونسل جوائنټ سیکرټری ، آزاد جمو او کشمیر کونسل جوائنټ سیکرټری نه علاوه خارجه وزارت ، داخله وزارت ، اطلاعاتو او خپرونو وزارت ، پی ټی وی، لوك ورثه، پیمرا، ریلوے ډویژن، ایوی ایشن ډویژن، این ایچ اے، څلورو واړو صوبو، آزاد کشمیر، ګلګت بلتستان نمائندګانو او نورو مهمو ادارو اعلیٰ چارواكو ګډون وكړو۔په غونډه كښې 5 فروری د كشمير يووالي ورځ په بشپړه ډول لمانځلو لپاره تیارو ته حتمی شکل وركړې شو۔د غونډي مشري كولو سره د كشمير چارو وزارت سیکرټری وئويل مقبوضه کشمیر مظلوم اولس سره د يووالي څرګندونه زمونږ قامی فریضه ده او دا فریضه به په ښه ډول ترسره كولې شي۔