نګران وفاقي وزير جمال شاه د روس او چين پشمول د مينځنۍ آسيا رياستونو سفيرانو سره ملاقات٬”د سي پیك په ثقافتي كاروان 2024″ابتدائي پروژه د خيالاتو څرګندونه

image

اسلام آباد 23جنوری(اے پی پی)د قومي ورثه نګران وفاقي وزير جمال شاه د نهې په ورځ د روس او چين پشمول د مينځنۍ آسيا رياستونو سفيرانو سره ملاقات كړے چې پكښې په دوهم ” سي پیك ثقافتي كارواں 2024″ابتدائي پروژه د خيالاتو څرګندونه شوی۔پاكستان نېشنل كونسل آف دي آرټس(پي اېن سي اے)كښې د لوړی كچې غونډه كښې د روس سفير البرټ خوريف٬د چين سفارتخانې قونصلر باؤ ژونګ٬د تركمانستان سفير اتا جان موولاموف او د قزاخستان سفير يرژان كسټافن٬د كرغزستان سفير توتويايف او لان بيك اسانكو لووچ٬د ازبكستان سفير ايبك عارف عثمانوف او د آذربائيجان سفير خضرفرهادوف ګډون كولو۔د قامي ورثه او كلتور وفاقي سېكرټري حميرا احمد٬د قامي ورثه او كلتور صلاحكار محمد كاشف ارشاد٬د پي اېن سي اے ډائرېكټر جنرل ايوب جمالي٬د لوك ورثه ايګزېكټو ډائرېكټر عزيز خان او د پاكستان اكېډمۍ آف ليټرز چيئرپرسن ډاكټر نجيبه عارف هم په دې موقع موجود وه۔سفارتكارو ته وينا كولو په مهال وفاقي وزير جمال شاه ووئيل زما وزارت د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ(سي پیك)ثقافتي كاروان كولو پروژه لري چې مقصد يې د پاكستان او چين او مينځني آسيا رياستونو ترمينځه اقتصادي اړيكو ته وده وركول او كلتوري رشتې قوي كول دي۔جمال شاه ووئيل سي پیك ثقافتي كاروان د چين ژيان ښار څخه خپل سفر پیل كوي او کرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمانستان، ایران، متحدہ عرب امارات، ګوادر، کراچی څخه به راتېرېدو به اسلام آباد كښې پاې ته ورسي۔ده ووئيل دا ثقافتي كاروان به په مينځني آسيا هېوادونو محيط چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ او شاهراه رېشم سره سره د خلقو تجربو او قيصو ته دستاويزي شكل وركړي۔ده ووئيل ثقافتي كاروان به د پاكستان٬چين او مينځنۍ آسيا فنكارانو٬موسيقارانو٬فوټو ګرافرانو٬ د بشريات كار پوهه ٬ لېكوالو او د فلم سازانو په متنوع ډلو مشتمل وي۔ده ووئيل د سي پيك ثفافتي كاروان مقصد د قامونو ترمينځه خبرې اترې٬كلتوري تبادلې٬افهام او تفهيم٬باور او احترام ته وده وركول دي۔ده ووئيل دا به كلتوري ورثه تحفظ٬كلتوري او علمي تبادلو په اړه نړيوالې اړيكې هم قوي كړي۔خپلو جلا جلا خبرو كښې سفيرانو د سي پېك ثقافتي كاروان د خيال ستائنه وكړه۔دوي ووئيل دا ډول ميګا كلچرل هلو ځلو كولو د لارې د خلقو ترمينځه رابطو ته وده وركول ډېره ضروري ده۔ده د دې مهمې دستورې په كولو كښې د بشپړه مرستې باور وركړو او ثقافتي كاروان 2024 په مجموعي پلان په كار ئې اتفاق وكړو۔د دې څخه وړاندې د قومي ورثه او كلتور سېكرټري حميرا احمد د استقباليې خپلې خطبه كښې د سي پیك ثقافتي كاروان په اهميت رڼا واچوله۔دې ووئيل دا به د سي پیك ثقافتي كاروان دوهمه لړۍ وي۔د غونډې په پاې كښې سلمان عادل شپيلۍ وغږوله او د ګډون كوونكو څخه ئې داد واغست

مضمون کا ماخذ : جوگوس ڈی لوٹیریا آن لائن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں