اسلام آباد21 دسمبر (اے پي پي)نګران وفاقي وزيرانو مرتضٰی سولنګي٬فواد حسن فواد او جمال شاه د زيارت په ورځ د بلوڅو احتجاج كوونكو سره خبرې اترې كړي۔احتجاج كوونكو مېرمنو سره د خبرو په كولو د وفاقي وزيرانو كمېټۍ احتجاج كوېنكې نيولې شوې مېرمنې سمدستي د خوشې كولو احكامات جاري كړي په كومو چې د نيولے شوو مېرمنو د خوشې كولو عمل پېل شوے۔د دې نه پس مذاكراتي كمټۍ غړي د احتجاج كوونكو سړو سره هم خبرو لپاره احتجاجي كيمپ ته روان شو۔د يادونې وړ ده وزيراعظم انوار الحق كاكړ د دريو نګرانو وفاقي وزيرانو كمېټۍ جوړه كړې كومه چې د بلوڅو احتجاجي مظاهرينو سره خبرې كوي۔