كراچۍ ته دې د اوبو وركولو ټولې پروژې په وخت بشپړې كړې شي۔د صدر ډاكټر عارف علوي په كراچۍ كښې د اوبو په صورتحال غونډې ته وېنا

image

اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي د اوبو كمي په سوب د كراچۍ وګړي ستونزو سره مخ دي٬كراچۍ ته دې د اوبو وركولو ټولې پروژې په وخت بشپړې كړې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده په كراچۍ كښې د اوبو د صورتحال غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔په غونډه كښې په كراچۍ كښې د اوبو كمے لرې كولو لپاره د بېلو وړاندېزونو جاج واخستلے شو۔غونډې ته د اوبو په اړه په روانو پروژو په كېدونكي پېشرفت هم بريفنګ وركړے شو۔په غونډه كښې د توان او پیټروليم وفاقي وزير حماد اظهر٬د سندھ اسمبلۍ غړے فردوس شميم نقوي٬سي اي او حسبكو كامران كمال او نور اعلٰی چارواكو ګډون كولو۔په غونډه كښې د سندھ ګورنر عمران اسماعيل او د سندھ اسمبلۍ غړې سمر خان آن لائن ګډون وكړو۔غونډې ته خطاب كښې صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل د اوبو كمي په سوب د كراچۍ وګړي ستونزو سره مخ دي٬كراچۍ ته هره ورځ د 1100 نه تر 1200 ملين ګيلنه اوبو ضرورت دے۔ده ووئيل كراچۍ لپاره د اوبو پروژه په فاسټ ټريك بنيادونو د بشپړېدو ضرورت دے٬دسې ده سپارښتنه كراچۍ ته د اوبو وركولو ټولې پروژې دې په وخت بشپړې كړې شي۔صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل د كراچۍ مسئلې زر حل كول او د وګړو خېرښېګړې ته حكومت پام لرنه كوي۔ده ووئېل د سټيك هولډرز په مرسته او كوټلو هلو ځلو كولو د مسائلو زر حل ممكن دے

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے عمومی نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں