د سېنېټ چئيرمېن محمد صادق سنجراني سره د كيوبا سفير زېنر جيوير جيرو ګونزيلز ملاقات

image

اسلام آباد 02جولائي (اے پي پي) د سېنېټ چئيرمېن محمدصادق سنجراني سره په پاکستان كښې د كيوبا سفير زېنر جيوير جيرو ګونزيلز د جمعې په ورځ د پارلمان په ودانۍ كښې ملاقات كړے ۔ د سېنېټ سېكټرېټ لخوا دجاري بيان له مخې د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو، په سيمه ايز صورتحال او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په دې موقع د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني ووئيل پاکستان کيوبا سره خپلو اړيكو ته په درنه سترګه ګوري٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د لسيزو راهسې ژورې اړيكې د معاشي او پارلماني مرستې د لارې لوړې كچې ته رسولو ته اړتيا ده۔ په دې مهال د سېنېټ چئيرمېنمحمد صادق سنجرانيد صحت او تعليم په څانګو كښې د كيوبا د مرستې ستائنه هم وكړه۔

مضمون کا ماخذ : دیگر کلیدی الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں