اسلام آباد 25 جون(اے پي پي) د خزانې وزير شوکت ترين وئيلي دي د پاكستان تحريك انصاف حكومت د ټولنې ټولو طبقو لپاره هيله لرونكے بجټ وړاندې كړے ٬ د كرونا وباء د ستونزو باوجود عمران خان په مړانه مشكل پرېكړې كړي٬ چې په سبب ئې زمونږ شرح نمو 4 فيصده ته راغلې او بيا لپاره به هم د شرح نمو ثمرات لاندې طبقې ته رسولو لپاره اقدامات كوٶ٬ د صنعت ٬ كركيلي او په خاص توګه برآمدات سره د تړون لرونكو صنعتونو ودې لپاره به اقدامات څخه هېواد پرمختګ وكړي٬ د موبائل فون د پنځه ساعته نه په زيات كال به 0.75 فيصد ټېكس اغستلے شي٬ دولس قسمه ودهولډنګ ټېكس ختم كړے شوے ٬ د تهرډ پارټي آډټ د لارې به د ټېكس اموخته غله په باقاعده توګه د يوې تګلارې له مخې ګرفتارولې شي٬ پېۍ٬ اوړه او د دغې په نورو څېزونو ټېكس ختم كړے شوے ٬ د 850 سي سي په ګاډو د ټېكس ټيټولو پرېكړه شوې وه خو اوس دا پرېكړه په 1000 سي سي ګاډو هم به نافذ وي، د صحت او آئي ټي څانګې ټېكس څخه مستثنيٰ ګرځولې شوي٬ په راتلونكو دوه دريو كالو كښې زمونږ د آئي ټي اېكسپورټس د 6 نه تر 8 اربه ډالره امكان لير٬ تر كال 2022 لس كروړه كسانو ته د واكسين لګولو هدف ټاكلے شوے۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښئ په بجټ كال 22-2021بحث راغونډولو كښې د خزانې وزير شوکت ترين ووئيل اوسني حكومت چې كله اقتدار ترلاسه كړو نو ھغه وخت د ټولو نه لويه مسئله 20 زربه ډالره كرنټ آكاٶنټ خساره رامخې ته ٶ او د دې نه علاوه د لس او يوولس اربه ډالرو د لنډې مودې پور هم ٶ۔ ده ووئيل په ماضي كښې شرح نمو او د ټېكس ټو جي ډي پي ګروتھ د پور اخستو تر مخه ښودلے شوے۔ده ووئېل په كال 2008 كښې قرض 6 ټرېليونه روپۍ ؤ كوم چې په كال 2018 كښې د مسلم ليګ (ن) حكومت په اخر كښې 30 ټرېلينو روپو ته رسېدلے۔ ده ووئېل كرنټ آكاٶنټ خساره كمول او د لنډې مودې قرض سنتول وٶ كومې جې په مجموعي توګه 28 اربه ډالره وې او دا لويه مسئله وه چې په سبب ئې حكومت آئي اېم اېف ته د مراجعې كولو نه بله لار نه لرله ۔ده ووئېل آئي اېم اېف سخت شرطونه اېښودي وو چې په كښې ډسکاونټ 13.25 فيصد شوے ؤ٬ اېكسچېنج رېټ ئې 169 روپۍ د ډالره كړے ؤ۔ ده ووئيل د برېښنا او ګاز ټېرف هم زيات كړے شوے ؤ٬ آئي اېم اېف درآمدات ختمول غوښتل٬ په كال 19-2019 كښې زمونږ شرح نمو 2 فيصده ته راغلې وه٬ عمران خان په مړانه سختې پرېكړې كړي ٬ د كرونا وباء وړومبۍ٬ دوېمه او درېمه چپه راغلې ٬ د ټولو ستونزو باجود دوي غوره پرېكړې كړي ۔ده ووئېل وزيراعظم عمران خان د هاٶسنګ صنعت ته د ودې وركولو پرېكړه كړې او په دې لړ كښې هم مونږ د آئي اېم اېف څخه مراعات اخستي٬ ايکسپورټ، زراعت او د هاٶسنګ مو بهتره كړي ٬ ګرده نړۍ كښې د كرونا په مهال شرح نمو منفي وه خو د پروردګار په شكر او فضل سره عمران خان چې كوم ګامونه پورته كړي ګرده نړۍ كښې ئې ستائنه كېږي٬ د سمارټ لاک ډاٶن پرېكړې څخه زمونږ كارخانې روانې شوې او زِمونږ شرح نمو 4 فيصده ته راغلې ۔ د خزانې وزير ووئيل مونږ دا لائحه لرو چې مونږ به ترقي كوو او په اقتصادي او معاشي شرح نمو كښې به اضافه كول وي٬ دا ځل چې مونږ پرمختګ وكړو دا به كوټلے او جامع پرمختګ وي۔ ده ووئيل د تېرو 74 كالو نه دا لائحه راروانه وه چې د اقتصادي پرمختګ ثمرات به بې وسه اولس ته نه رسېدل٬ مونږ پرېكړه كړې چې مونږ به د بې وسو خيال ساتو٬ مونږ 40 نه تر 60 لكه كورنيو ته د سود نه غېر د پور وركولو پرېكړه كړې ۔ ده ووئېل مونږ زرعي څانګې سره تړون لرونكو ته د يو نيم نه تر دريو لكهو ورپو قرض وركولو پرېكړه كړې دغسې په ښارونو كښې به خلقو ته كاروبار لپاره 5 لكه د سود نه غېر قرض وركولې شي۔ ده ووئيل دارو درملو لپاره به صحت كارډ وركوٶ٬ د هر كور يو كس ته به فني تربيه وركولې شي۔ شوکت ترين ووئيل مونږ اي ووټنګ لپاره سږ كال په بجټ كښې 5 اربه روپۍ د مختص كولو پرېكړه كړې ځكه چې وزيراعظم پاكو او سپېځلو انتخاباتو لپاره اي ووټنګ معرفي كول غواړي۔ ده ووئيل مونږ له د استعدادي ادائيګو په مد كښې 900 اربه روپۍ وركول وي چې په سبب ئې ګرځينده قرض زياتېږي۔ ده ووئيل عمران خان وئيلي دي چې د برېښنا بيعه به نه زياتوو ٬ مونږ دا معامله آٶټ آف دي باكس حل كولو لپاره هڅې كوٶ۔ ده ووئيل راتلونكي كال كښې به ګرځينده قرض كمېدل پېل شي كوم لپاره چې مونږ له د برېښنا ريکوري كول ، لائن لاسز كښې د كمي پشمول نورو اقدامات پورته كول دي او دا مونږ لپاره لوي چېلنج دے۔ ده ووئيل لاندې طبقې لپاره به په برېښنا٬ اوړو٬ غٶړو او د چينو پشمول په نورو څيزونو ټارګټډ سبسډي وركوٶ۔ ده ووئيل بندونه جوړول د اوږدې مودې منصوبې وي او دې لپاره يو حكومت هم فنډز نه دے مختص كړے خو عمران خان عمرله د سباٶن سوچ كړے۔ ده ووېيل مونږ د ټولنې ټولو طبقو له هيله الرونكے بجټ وړاندې كړے ٬ په وړومبي ځل د 40 نه تر 60 فيصده كورنيو خيال ساتلے كېږي٬ مونږ د مډل كلاس ، د صنعتونو او د زرعي څانګې بهترۍ لپاره ګامونه پورته كوٶ۔