د وزیراعظم عمران خان وژن له مخې د ماحولیات تحفظ په پالیسۍ عمل كوو

image
APP08-04 ISLAMABAD: July 04 – Federal Minister for Planning Development & Reform Makhdum Khusro Bakhyar chairing the Central Development Working Party meeting at Pak-Secretariat. APP photo by Saleem Rana

اسلام آباد 04 جولائی (اے پی پی) د وزیراعظم د ماحولیاتی بدلون صلاحكار ملك امېن اسلم وئيلي دي د وزیراعظم عمران خان د وژن له مخې د ماحولیات تحفظ په پالیسۍ عمل كوو، معېشت، سماجی پرمختګ او ماحولیاتی ترجیحات د كوټلې پرمختګ لپاره ضروري دي، د وزیراعظم ګرین اینډ کلین پاکستان وژن ته عملی شكل وركولو لپاره به هڅې كولې شي د كومې به چې په ماحول مثبت اثرات مرتب شي۔ ده دا خبره د زيارت په روځ خبري کنفرنس ته خپل خطاب کښې وكړه۔ ملك امېن اسلم ووئيل د خېبر پښتونخوا بلین ټری سونامی په نړيواله كچه په لويو منصوبو كښې شامل ده۔ د ماحول تحفظ لپاره خېبر پښتونخوا كښې د يو ارب څخه زياتې اونې نال كړې شوي۔ مونږ د هېواد په نورو برخو كښې هم د بلین ټری سونامی په ډول منصوبې پيل كوو۔ ده ووئيل د ټولنې ټولو طبقو له به د ماحولیاتی تحفظ په اړه خپل کردار ترسره كول وي او حکومت په دې لړ كښې عملی اقدامات كوي۔ ده ووئېل د وزیراعظم په سپارښتنه ماحولیاتی تحفظ لپاره خاص بجټ هم بيل كړې شوې۔ ټولو ښارونو كښې به قبضه كړې زمكې خلاصولې شي او په هغې به اونې نالولې شي د كومې به چې پھ ماحول مثبت اثرات مرتب شي۔ په دې لړ كښې د ټولو ډلو په مشاورت سره كوټلې منصوبه بندی شوې

مضمون کا ماخذ : کینڈی کیش
متعلقہ مضامین
مزید خبریں