اپوزېشن د خپل ځان لپاره د وېنا كولو جمهوري حق غواړي خو حكومتي غړو ته دې حق وركولو له چمتو نه دي

image

اسلام آباد 31 مئی (اے پی پی) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئېلي دي چې اپوزېشن د خپل ځان لپاره د وئېلو حق غواړي خو حكومتي غړو ته دې حق وركولو له چمتو نه دي٬د جمهوريت ادعا كونكي يوازې اورول غواړي٬د اورېدلو په هغوي كښې حوصله نشته٬كه غونډه نه كېږي نو اپوزېشن شور كوي چې غونډه نه رابللې كېږي كله چې غونډه راوبللې شي نو بيا هغوي سره د جنګ جګړی نه علاوه بله كومه ايجنډا نه وي۔د جمعې پھ ورځ په خپل بيان كښې دې ووئيل د قامي ادارو په ضد په جرمونو كښې ككړ ملزمانو ترجماني په ځاې دې اپوزېشن په ايوان كښې د خپل حقيقي پارليماني كردار ادا كړي۔دې ووئيل پارليمان يو معزز ايوان دې او د اولس د ټېكس پھ پيسو كېدونكې پارليماني غونډې دې د جنګ جګړو نظر نه شي۔دې ووئيل اپوزېشن دې احتجاج پرېښودلو سره دا ولسي مسئلو حل لپاره كردار ترسره كړي۔دې ووئيل د كومې معاملې پريكړه چی عدليې له كول دي په هغه عدليه مونږ د بريد تصور څنګه كولې شو۔دې ووئيل په نوې پاكستان به د ټولو سره احتساب كېږي۔وزيراعظم عمران خان د عدليې آزادۍ لپاره هلې ځلې كړي دي۔دې ووئيل د عدليې په آزادۍ٬د قانون په سرلوړۍ او د ادارو په احترام بشپړه باور لرو

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کی پیش گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں