د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر سره په اسلام آباد كښې د تشدد نه وروستو د وژلې شوې ماشومې فرشته پلار ګل نبي او د هغه كورنۍ وليدل

image
APP46-22 ISLAMABAD: May 22 - Speaker National Assembly, Asad Qaiser in a briefing by Islamabad Capital Administration on situation arising after the kidnap and murder of a girl in Islamabad. APP

اسلام آباد 22 مئي (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر سره د شورو په ورځ په پارليمنټ هاؤس اسلام آباد كښې د تشدد نه وروستو د وژلې شوې ماشومې فرشته پلار ګل نبي او د هغه كورنۍ ليدلې دي۔په ملاقات كښې د اسلام آباد اېم اېن اے علي نواز اعوان او آئي جي پھ مشرۍ كښې تحقيقاتي كمېټي هم موجود وه۔پھ دې موقع د قامي اسمبلۍ سپيكر ته د انتظاميې لخوا د پیښې په اړه بريفنګ وركړی شو او وې وئېل چې پیښې پلټنو لپاره جوډېشل انكوائري روانه ده۔اېف آئي آر نه درج كونكو پوليس اهلكارو په ضد اېف آئي آر درج كړی شوې او په روغتون كښې د خپلې ذمه وارۍ څخه لاپرواهي كونكو اهلكارو په ضد هم انكوائري روانې دي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر د فرشته كورنۍ ته بشپړه انصاف وركولو باور وركړو او وې وئېل چې په هېڅ ډول به دې ډول پېښو كښې ككړ كسان بخښلې نشي۔انصاف به په هر صورت ترلاسه كېږي او انصاف به په نظر راځي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل چې د فرشته قاتلان به ډېر زر ونيولې شي او خپل انجام ته به ورسولې شي۔سپيكر سركاري اهلكارو ته د اولس لپاره د آسانيو پیدا كولو سپارښتنه هم وكړه۔

مضمون کا ماخذ : مایا کا عروج