شهريار اپريدي ګډون كوٶنكي د هېواد امنيتي وضعې ٬ مني لانډرنګ او په مدرسو كښې د اصلاحاتو پحقله خبر كړل

image

اسلام آباد 03 اپرېل (اے پي پي) دوهم داخله وزير شهریار آپریدي سنټر فار پیس سکیورټي اېنډ ډویلپمنټ سټډیز تر سېوري لاندې سېمينار كښې ګډون كوٶنكي د هېواد امنيتي وضعې ٬ مني لانډرنګ او په مدرسو كښې د اصلاحاتو پحقله خبر كړې دې۔ د شورو په ورځ د وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې په سنټر فار پیس سکیورټي اېنډ ډویلپمنټ سټډیز تر سېوري لاندې سېمينار كښې د هېواد او نړيوالو استازو او د سفيرانو ګډون وكړو۔ شهریار آپریدي د مني لانډرنګ پحقله د پورته كړې شوو ګامونو او د اوسني حكومت لخوا معرفي شوې ويزه پاليسي نه هم خبر كړل۔ دوهم وزير د مذهبي همغږۍ او مدرسو كښې د اصلاحاتو په اړه هم خبرې وكړې۔ په دې موقع د كورنيو چارو دوهم وزير سفيرانو ته كلتوري ډالۍ هم وركړې

مضمون کا ماخذ : números dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں