نيوزي لېنډ كښې د ترهګرۍ پېښه كښې شهيد شوي دوه پاكستاني وګړي راشد نعيم او دده زوې به كرائسټ چرچ كښې خاورو ته سپارلې شي۔ د خارجه دفتر وياند

image

اسلام آباد ۔ 16 مارچ(اے پی پی) د خارجه دفتر وياند وئيلي دي نيوزي لېنډ كښې د ترهګرۍ پېښه كښې د شهيد شويو دوه پاكستاني وګړو راشد نعيم او دده د زوي تدفين به كرائسټ چرچ كښې كولې شي۔ ځائي مسلم او پاكستاني اېسوي اېشن د تدفين ټول انتظامات بشپړ كړې دي۔ زمونږ مشن د نورو څلورو شهيد شويو مړي پاكستان ته منتقل كولو له د دوئي كورنيو سره خبره كوي۔ د خالي په ورځ په يو بل ټويټ كښې وياند ووئيل د ترهګرۍ پېښې ځپليو كورنيو نزدې خپلوانو له د وېزې اسانۍ اهتمام شوې۔ دوئي وېزې لپاره خواست وړاندې كولې شي۔ وېزې لپاره خواست او د پاسپورټ كاپي دې د نيوزي لېنډ اعزازي قونصل جنرل ته ولېږلې شي۔ د وياند وېنا ده چې اعزازی قونصل جنرل معین فدا سره د ای مېل [email protected] د لارې يا په وټس اېپ+923428200200 رابطه كېدې شي

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ پاکستان