د آئي ټي وفاقي وزير ډاکټر عمر سېف د نړيوال اقتصادي فورم په موقع د نړيوالو ادارو او نظيمونو عهدېدارو سره ملاقاتونه

image

اسلام آباد 16 جنوري (اے پي پي) د آئي ټي و ټېلي كميونيكېشن نګران وفاقي وزير ډاکټر عمر سېف په سوئټزرلېنډ كښې د نړيوال اقتصادي فورم په موقع د نړيوالو ادارو او تنظيمونو عهدېدارو سره مهم ملاقاتونه كړي۔ د وفاقي وزير د آئي ټي او ټيلي کميونيکيشن د ډيجيټل پاکستان برانډ په نړيواله كچه معرفي كولو لپاره هڅې رواني دي۔ د ډاكټر عمر سېف د ډيجيټل كواپرېشن ارګنائزېشن (ډي سي او) عمومي سېكتر ديمه اليحييٰ سره په ملاقات كښې په ډيجيټل مرسته ګټورې خبرې شوي۔ دا خبره د آئي ټي و ټېلي كميونيكېشن وزارت لخوا په جاري بيان كښې شوې ده۔

مضمون کا ماخذ : جنگل کی روح: جنگلی کی کال
متعلقہ مضامین
مزید خبریں