آئي ایس ایس آئي كښې د سینټر فار افغانستان مډل ایسټ اینډ افریقه (کیمیا) د اړخه د “فلسطین اسرائیل شخړه په علاقائی تناظر كښې” په موضوع ویبنار

image

اسلام آباد۔22نومبر (اے پی پی):انسټي ټیوټ آف سټرټیجک سټډیز اسلام آباد (آئي ایس ایس آئي) كښې د سینټر فار افغانستان مډل ایسټ اینډ افریقه (کیمیا) د اړخه د “فلسطین اسرائیل شخړه په علاقائي تناظر” موضوع باندې يو ویبنار وكړے شو۔ د ویبنار نظامت ډائریکټر سینټر فار افغانستان مډل ایسټ اینډ افریقه آمنه خان كولو۔ د ویبنار په وېنا كوونكو كښې ډائریکټر جنرل آئي ایس ایس آئي سفیر سهیل محمود، چیئرمین آئي ایس ایس آئي سفیر خالد محمود، پاکستان كښې د فلسطین نائب سفیر ډاکټر نادر الترک، د سیاسیات څانګې قاهرہ یونیورسټي ډاکټر معتمر امین، ډائریکټر (عصام فیرس انسټي ټیوټ فار پبلک پالیسي اینډ انټرنیشنل افیئرز) امریکن یونیورسټي آف بیروت، د لبنان ډاکټر جوزف باهوت، پروفیسر ابن خلدون سینټر فار ہیومینټیز اینډ سوشل سائنسز، د قطر یونیورسټي ډاکټر علي باقر، محقق سیټا فاؤنډیشن، اقتصادي او سماجي تحقیق، د ترکيه ډاکټر بلګیهان اوزترک، د سیاسیات څانګې یونیورسټي آف کویت نه ډاکټر حنان الحجیري ، د سعودي محقق د فرقه واریت، پراکسیز او ډي سیکټرینائزیشن پروجیکټ څخه ډاکټر عزیز الغاشیان او د آئي پي آئی ایس ایران نه ریسرچ فیلو ډاکټر امید بابلیان شامل وو۔ د شورو په ورځ د جاري خبر پاڼې تر مخه ډي جي آئي ایس ایس آئي سفیر سهیل محمود د غزہ اولس ته په پیښ صورتحال رڼا واچوله۔ هغه ووئېل د مقبوضه فلسطینیانو د مزاحمت حق د بین الاقوامي قانون تر مخه تسلیم کړے شوے او د هغوي حق خود ارادیت د اقوام متحدہ د جنرل اسمبلۍ او سلامتي کونسل په ګڼو قراردادونو كښې درج کړے شوے ۔هغه د اسرائیل پوځي بريدونه د نسل کشي مترادف وګرځول، كوم چې د بین الاقوامي قانون مکمل خلاف ورزي ده۔ هغه سمدستي د جنګ بندۍ، تر غزه د بشري مرستې ترسیل او د بې ګناه فلسطینیانو په تحفظ زور راوړو ۔ د مغربي غاړې په آباد کارو بريدونه او مظالمو باندې سخته اندېښنه ښكاره كولو سره سفیر سهیل محمود د دغې ناانصافيو مخ نيوي لپاره سمدستي په کارروائۍ زور راوړو ۔د امریکې د موقف جامع جاج اغستو مطالبه كولو سره هغه اسرائیل د جنګ بندۍ پلو بوتللو او امن خبرې بيا شروع کولو لپاره په فعاله اقدامات زور راوړو ۔ ډائریکټر سینټر فار افغانستان مډل ایسټ اینډ افریقه آمنه خان په غزہ د اسرائیل د ناکه بندۍ سنګین نتائج رامخې ته كولو سره دغه د فلسطین په اولس منظم جبر وګرځولو ۔ هغې د نسل پرستۍ او نسل کشۍ غوندې اصطلاحات كارولو سره دا اسرائیلي پوځي كمپائن د تباہې وړ او بلا امتیاز وګرځولو ۔ ډاکټر نادر الترک ووئېل د 7 اکتوبر 2023 پیښې د اسرائیلي نسل پرستۍ د 75 كاله تاریخ برخه دي۔ هغه د فلسطینیانو خلاف د اسرائیلي ظلمونو عندنه وكړه۔ هغه د فلسطین په مسئله د لويديز په دوه مخيز معیار هم ټكونه وكړل۔ ډاکټر الترک د منصفانه او تل پاتې امن لپاره په سفارت کارۍ، خبرو اترو او د بین الاقوامي هلو ځلو په حاجت زور راوړو ۔ ډاکټر معتمر امین ووئېل په دې روانه شخړه كښې دوه اړخيزه علاقائي او بین الاقوامي اړېكو سره نور عوامل هم نظر انداز كېدے نشي ، دا مسئله دوه ریاستي حل لري۔ ډاکټر جوزف باهوت د فلسطین مسئلې ته د پام لبرنې كولو او د غزہ جنګ په اهمیت رڼا واچوله ۔ ډاکټر علي باقر د قطر په پرله پسې تعمیری کردار د اعتماد څرګندونه كولو سره په مهمه بشري او مالي مرسته زور راوړو ۔

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں