الیکشن کميشن انتخابی قانون كښې د بدلونونو په اړه د کېس سماعت تر 20 نومبر وځنډولو

image

اسلام آباد 13نومبر(اے پي پي) الېکشن کمېشن په انتخابی قانون كښې د بدلونونو په اړه سماعت تر 20 نومبر ځنډولې دې دغسې الېکشن رولز كښې د بدلونونو په اړه پیپلز ګوند خپل اعتراضات الېکشن کمېشن ته وړاندې كړل۔ د ګل په ورځ الېکشن کمېشن كښې انتخابی قانون كښې بدلونونو سره د اړوند کېس سماعت وشو۔ د پیپلز ګوند لارښود نیئرحسېن بخاری الېکشن کمېشن ته وړاندے شو او الېکشن اېکټ كښې بدلونونو څخه وروستو د کامیاب كانديد لخوا د خرڅونو په اړه د الېکشن کمېشن خبرولو وخت په حقله يۍ خپل تحفظات څرګند كړل۔ نیئر حسین بخاری موقف خپل كړو چې كانديد ته د خرڅونو ښودلو په اړه يواځې 10ورځې او ګوند له 60 ورځي وركړې شوي دي۔ د الیکشن کمېشن غړو ریمارکس وركړل چې اعتراضات دې ولوستلې شي۔غړي بابر حسن بھروانه استفسار وكړو چې كه د سیاسی ګوندونو غونډې ته راوبللې شي نو څه مسئله خو به نه وي په دې ډی جی لاء الېکشن کمېشن ووئيل خبر كړو چې سیاسی ګوندونو سره ناسته كښې كوم ممانعت نشته۔ ممبر نثار درانی ریمارکس وركړل چې د يوې اوونۍ وخت وركوؤ٬ وړومبي دې اعتراضات ولوستلې شي بيا به مناسب آرډر جاری کړؤ۔ د کېس سماعت تر 20 نومبر وځنډولے شو۔

مضمون کا ماخذ : مصری ڈریمز ڈیلکس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں