الیکشن کمېشن به د نوو حلقه بنديو ابتدائی فهرست سبا جاري كوي

image

اسلام آباد 26 ستمبر (اے پي پي) الیکشن کمېشن به د ډیجیټل سر شميرې 2023 ترمخه د نوو حلقه بنديو ابتدائی فهرست په 27 ستمبر د شورو په ورځ جاري كوي۔ د الیکشن کمېشن د اړخه د نوو حلقه بنديو په اړه جاري شوي شیډول له مخې وړاندې دا ابتدائی فهرستونه په 10 اکتوبر جاری کيدل ؤ خو د کمېشن د اړخه دا كار 15 ورځې وړاندې د بشپړولو احکامات له مخې اوس د حلقه بنديو کمېټیو د اړخه ابتدائی فهرستونو په اړه تفصیلات د نهې په ورځ الیکشن کمېشن ته سپارلې شوي ٬ دې نه پس الیکشن کمېشن به د شورو په ورځ به د ابتدائی حلقه بنديو تفصیلات جاری کوي او دې نه پس به په دې تر 26 اکتوبر اعتراضات وصولولې شي په كومو به چې سماعت تر 25 نومبر كولې شي دغسې حتمی انتخابی فهرستونه به په 30 نومبر شائع شي او دې نه پس 54 ورځو كښې الیکشن کمېشن د ټاكنو كولو اعلان کړے ۔ټاكنې به د جنورۍ 2024 په آخري اوونۍ كښې كېږي۔

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کی پیش گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں