حضرت امام حسېنؓ او د ھغوي د ملګرو د قربانو عظمت٬ علامت او پېغام د افاقيت په نړۍ كښې مثال نه ترلاسه كېږي۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف

image

اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې حضرت امام حسېنؓ او د ھغوي د ملګرو پشمول مېرمنو او د كوچنيانو د قربانو د عظمت٬ علامت او پېغام د افاقيت په نړۍ كښې مثال نه ترلاسه كېږي۔ د خالي په ورځ خپل ټويټ كښې ده ووئيل تقريباً 1400 كاله د تېرېدو باوجود د رسولۖ د كورنۍ د عظيم قربانۍ ياد انساني شعور جوړ كړې او رښتيا، انصاف او ازادۍ لپاره ئې نړيوالې هڅې فعاله كړې دي۔ ده ووئيل د ظلم او جبر سره مخ اولس لپاره د حضرت امام حسېنؓ د مزاحمت، استقامت او صبر مثال سبق دے كوم چې د تيرو باوجود په زړونو كښې د اميد شمع بله ساتي۔ وزيراعظم ووئيل د محمدۖ نمسيؓ د اسلام د اخلاقي اساس حفاظت لپاره په انساني تاريخ د مړانې نه وراېدونكې نقوش پرېښې دي۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف د عاشوره محرم په موقع ګردې نړۍ ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ما ته د جوش مليح آبادي دا ښائسته شعر يادېږي۔
که انسان کو بيدار تو هو لينے دو
هر قوم پکارے ګي همارے هيں حسينؓ۔

مضمون کا ماخذ : پرامڈ ادا کرتا ہے۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں