بیجنګ۔12جولائی(اے پی پی) د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي حکومت د هېواد معيشت يووارې بيا ټرېك ته سمولو له يو شمېر ګامونه پورته كړي دي٬ پاكستان د سرمايه كارۍ په زړه پورې موقعې لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په بيجنګ كښې پاکستان چائنا بزنس فورم كښې ګډون كوؤنكو ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د غیر ملکی سرمایه كارو اسانۍ لپاره 2 کونسلز جوړ كړې شوي دي او دا يو ون ونډو آرګنائزېشن دے د كوم غړي چې وفاقي او صوبائي حكومتونه دي۔ وفاقی وزیر ووئيل د چین لويو رئیل اسټېټ کمپنیو لپاره پاكستان ته راتللو سره د سرمايه كارۍ كولو او د پبلک پرائیویټ پارټنرشپ په بنیاد د هاؤسنګ پراجېکټس جوړولو لويه موقعه ده۔ ده ووئيل پاكستان د كركيلې په پېداوار كښې په اولنو 10 هېوادونو كښې شمېرلے شي خو زمونږ پېداواري صلاحيت ډېر كم دے۔ مونږ له به د ټېكنالوجي او د مرستې دلارې د زرعي پېداوار صلاحيت زياتول وي۔ ده ووئيل پاكستان به د شمسي توان پېداوار زياتولو له سرمايه كارۍ ته هركلې وائي۔ وفاقي وزير سی پېک د دواړو هېوادونو ترمينځه د اقتصادي اړيكو يو نوې جهت ګرځولو سره ووئيل د تېرو 10 كلونو په مهال په پاكستان كښې 25 بلین څخه د زيات ډالرو داسې منصوبې لګولې دي چې ورسره به د هېواد په تعمير كښې مرسته ترلاسه شي۔ ده ووئيل په منصوبو كښی د بنيادي اډانې پرمختګ ، د برېښنا پېدا كولو يونټس او ګوادر پورټ شامل دے۔ ده ووئيل سي پېك منصوبه يوازې د پاكستان نه بلكې د منطقې او د چين سباؤن له هم ګټوره ده۔