د وزيراعظم عمران خان د وېنا په ټوله نړۍ كښې ډاډګېرنه شوې٬ دا په مشن كشمير كښې د هغه د كاميابې ثبوت دے۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان

image

اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د وزيراعظم عمران خان د وېنا په ټوله نړۍ كښې ډاډګېرنه شوې٬ دا په مشن كشمير كښې د هغه د كاميابې ثبوت دے٬ هغه د مظلومانو مقدمه پوره قوت سره د نړۍ په لوي فورم وړاندې كړې۔ د خالي په ورځ په ټويټر په خپل بيان كښې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې اوس د نړيوال ضمير امتحان دے چې د تاريخ په كوم اړخ ودرېږي او مهذبه نړۍ د مظلومانو ملګرتيا كوي يا كاروبار ته په انسانيت فوقيت وركوي۔

مضمون کا ماخذ : گنہر نا لوٹیریا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں