وزيراعظم عمران خان په نامتو عالم دين مفتې محمد تقي عثماني د ډزو د پیښې سخته غندنه وكړه

image

اسلام آباد 22 مارچ (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان په نامتو عالم دين مفتې محمد تقي عثماني د ډزو د پیښې په سختو ټكو غندنه كولو سره وئېلي دي د مفتي تقې عثماني غوندې هستۍ باندې بريد ناوړه سازش دے د كوم بې نقابه كولو لپاره چې به هر ډول هڅې كولې شي۔صوبائي حكومتونه دې د علماﺀ كرامو امنيت باوري كړي۔د جمعې پھ ورځ پھ خپل بيان كښې وزيراعظم د مفتي تقې عثماني د خېر او عافيت په خبر د اطمينان څرګندونه وكړه۔وزيراعظم د ډزو په نتيجه كښې د مولانا د محافظ په مړينه د افسوس څرګندونه وكړه۔وزيراعظم ووئيل د مفتي تقې عثماني غوندې جيد عالم دين د هېواد او عالم اسلام اثاثه دے

مضمون کا ماخذ : میگا سینا آن لائن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں