ټي ډي اے پي المان كښې كېدونكي 7 ورځني تجارتي نندارتون “اېګری ټیکنیکا” كښې ګډون كولو له د روانې مياشتې تر 25 مې نېټې خواستونه وغوښتل

image

اسلام آباد ۔ 10 مارچ(اے پی پی) ټرېډ ډوېلپمنټ اتھارټی آف پاکستان (ټی ډی اے پی) المان كښې كېدونكي 7 ورځني نړيوال تجارتي نندارتون “اېګری ټیکنیکا” كښې ګډون له د روانې مياشتې تر 25 مې نېټې خواستونه غوښتلي دي۔ د ادارې لخوا د جاري كړې شويو تفصيلاتو ترمخه نړيواله تجارتي مېله به د روان كال نومبر مياشتې 10 مې څخه تر 16 مې نېټې د المان هينوور ښار كښې كېږي۔ په دې نندارتونو كښې به د كركيلې مشينري ٬ آلې او زياتي پرزې تيارونكې او برآمد كوؤنكې ادارې د ګډون كولو د لارې د خپلو مصنوعاتو نندارتون او نړيوالو اخستونكو سره كاروباري معاملې ترسره كړې شي چې ورسره به قومي برآمداتو ته وده وركولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ نړيواله تجارتي مېله كښې د ګډون كولو په اړه نور تفصيلات د اتھارټي وېب سائت څخه هم ترلاسه كېدې شي۔

مضمون کا ماخذ : قدیم مصری کلاسک
متعلقہ مضامین
مزید خبریں