خېبرپښتونخوا كښې د پوليو دوه كېسونو رامخې ته كېدو نه پس (نن) د پوليو مخنيوي درې ورځنې كمپائن پېل كېږي

image

پېښور 17 فروري (اے پي پي) خېبرپښتونخوا كښې د پوليو دوه كېسونو رامخې ته كېدو نه پس (نن) د ګل په ورځ د پوليو مخنيوي درې ورځنې كمپائن پېل كېږي٬ د خېبر پختونخوا په 21 ضلعو كښې د پوليو مخنيوي درې ورځنې كمپائن به په اتلسمه فرورۍ پېل كېږي چې پكښې به د ځائي آبادۍ پشمول دلته مېشته افغان كډالو او د آئي ډي پيز په 65 كېمپونو كښې په مجموعي توګه د 5 كالو نه د كم عمر 47 لكه 45 زره 748 ماشومانو له د پوليو څاڅكي وركولې شي۔ دا پرېكړه د پوليو مخنيوي لپاره په جوړه اداره اېمرجنسي آپرېشن سنټر كښې د اي او سي كوارډينېټر كېپټن (ر) کامران احمد آپریدي په مشرۍ كښې د لوړې كچې غونډه كښې شوې ده

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں