د پی اېس ډی پی ترمخه د روغتيا وزارت لپاره 2 اربه 71 كروړه 81 لكھ روپۍ جاری شوې

image

اسلام آباد 15 فروری (اے پی پی) د منصوبه بندۍ، پرمختګ او اصلاحات وزارت د سركاری څانګې پرمختيائي پروګرامونو كښې د روغتيا وزارت لپاره په مجموعی توګه تر اوسه 2 اربه 71 كروړه 81 لكھ روپو څخه زيات فنډز جاری كړې دې، حكومت د روان مالی كال په مهال د دې وزارت پرمختيائي كارونو لپاره 12 اربه 78 كروړه روپو څخه زيات فنډز بيل كړې دي۔ د پلاننګ كمېشن د اړخه جاری كړې شوې شميرې له مخې حكومت سېف بلډ ټرانسفیوژن سروسز پراجیكټ جوړولو لپاره 2 كروړه 80 لكھ، پاكستان انسټی ټیوټ آف میډیكل سائنسز(پمز) كښې ډائیګناسټك سروسز لپاره 3 كروړه 92 لكھ، پمز كښې آلات وركولو لپاره 29 كروړه ، اے جے كے چائلډ هیلتھ پروګرام لپاره 12 كروړه 96 لكھ، پرائم منسټر نېشنل هیلتھ پروګرام لپاره 96 كروړه او پرائم منسټرهېلتھ پروګرام فیز II لپاره 80 كروړه روپو څخه زيات فنډز جاری كړې دې۔

مضمون کا ماخذ : ڈریگن کی قسمت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں