مسلم لیګ (ن) د سوئيلي پنجاب صوبې جوړولو بل قامي اسمبلۍ ته په وړاندې كولو د سوئيلي پنجاب اولس سره كړې لوظ تر سره كړې

image
APP55-28 ISLAMABAD: January 28 - PML-N leader Shahid Khaqan Abbasi addressing a press conference at National Press Club. APP photo by Saleem Rana

اسلام آباد 28 جنوري (اے پي پي) د پاکستان مسلم لیګ (ن) لارښودو وئيلي دي مسلم لیګ (ن) سوئيلي پنجاب صوبه جوړولو په اره آئيني بدلون بل قامي اسمبلۍ ته وړاندې كولو سره د سوئيلي پنجاب اولس سره كړې خپل لوظ پورا كړېي٬ هېواد په سوشل ميډيا نه په زمكيزو حقائقو چلېږي٬ حكومت دې اولس سره په شوو لوظونو كار وكړي٬ د احتساب نه نه مخكښې تخښتېدلې وٶ او نه به اوس وتخښتو ۔ د دې خيالاتو څرګندونه د مسلم ليګ (ن) لارښودو شاهد خاقان عباسي، احسن اقبال او مریم اورنګزېب خبرې كنفرنس ته د ګل په ورځ خپلې وېنا كښې وكړه۔ مریم اورنګزېب ووئيل د ميډيا صنعت ته وده وركول غواړٶ خو د دې صنعت په نيوز پرنټ د ټېكس كمې د قبلولو جوګه نه دے۔ شاهد خاقان عباسي ووئيل د احتساب نه نه مخكښې تخښتېدلې ٶو او نه به اوس اوتخښتو٬ ده ووئېل زمونږ په دور كښې معاشي ګورته په نړيواله كچه ستائنه كېدله ٬ په ټوئټر هېواد نه چېلږي عملي ګامونه پورته كول وي٬ مخالفه ډله به خپل فعاله جمهوري كردار لوبوي٬ ده ووئېل د سياسي عدم استحكام پېدا كولو هڅې روانې دي او چرته چې سياسي عدم استحكام وي سرمايه كار نه ځي۔ د مسلم ليګ مشرانو ووئيل د پاكستان صدارتي نظام او اتلسم بدلون د رول بېك كېدو متحمل كېدې نه شي ٬ صدارتي نظام په يوه طريقه راتللې شي چې آئين مات كړې شي۔ دوي ووئيل خرابي په نظام كښې نه بلكې دې سره په تجربو كښې ده۔ دوي ووئيل مونږ كله هم اېن آر او نه ده غوښتې او نه دوي سره د اېن آر او وركولو اختيار شته٬ دووي ووئېل كه حكومت وائي چې مونږ اېن آر او غواړو نو ثابت دې كړي چې مخالفې ډلې كله او كوم ځائ او د چا نه اېن ار آو غوښتې

مضمون کا ماخذ : کوئی شہزادی۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں