د هېواد دننه ٬ بهر مېشته پاكسانيان او كشميرې اولس به د فرورۍ په 5مه نيټه د مقبوضه كشمير وروڼو خوئېندو سره د يوالي څرګندونه كوي

image
APP80-22 ISLAMABAD: January 22 - Federal Minister for Kashmir Affairs and Gilgit-Baltistan Ali Amin Khan Gandapur chairing a high level meeting to take overview of preparations of Kashmir Solidarity Day. APP

اسلام آباد 22 جنوري (اے پي پي) د ګلګت بلتستان او كشمير چارو وفاقي وزير علي امین خان ګنډاپور د دې عزم څرګندونه كړې چې د هېواد دننه او بهر مېشته پاكسانيان او كشميرے اولس به د فرورۍ په 5مه نيټه د مقبوضه كشمير وروڼو خوئېندو سره د يوالي څرګندونه كوي۔ وفاقي وزير د نهې په ورځ كشمير سره د يوالي ورځ تيارو په اړه د لوړې كچې غونډې مشرۍ كولو سره مېړني كشمير اولس ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي بهادر كشميرې اولس د اوو لسيزو راهسې د خپلواكۍ حق لپاره د خپلو ځانونو قربانۍ وركوي۔ په دې موقع د ګلګت بلتستان او كشمير چارو وفاقي وزير ووئيل د پاكستانيانو قامي فريضه ده چې د يوالي ورځ په موقع خپلو كشميري ورڼو خوئېندو سره د يوالي څرګندونه وكړي۔ وفاقي وزير ووئيل پي ټي آئي اقتدار كښې راتللو سره د كشمير مسئله د نړۍ په هر پورم په بشپړه توګه رامخې ته كړې او د دې له امله په هند نړيوال فشار زياتېږي۔ وفاقي وزير د ټولنې په ټولو مكتبه فكر خلقو زور رواړو چې ھغوي د كشميريانو د خپلواكۍ حق د هلو ځلو ډاډګيرنې لپاره په دې تاريخي موقع د يوالي څرګندونه وكړي۔ په غونډه كښې د كشمير او ګلګت بلتستان چارو سېكتر طارق محمود پاشا، دوهم سېكتر ٬ جوائنټ سېكتر ٬ د څلورو واړو صوبو٬ د آزاد كشمير او ګلګت بلتستان نمائندګانو نه علاوه د خارجه وزارت٬ د اطلاعات او خپرونو وزارت٬ د داخله وزارت٬ د پي ټي وي، پېمرا، د کشمیر کمېټۍ ، د ایوی ایشن ډویژن،د سی ډی اے او نورو محكمو لوړ پوړو ګډون وكړو

مضمون کا ماخذ : Loteria Instantânea
متعلقہ مضامین
مزید خبریں