حکومت د وزیر اعظم عمران خان په مشرۍ كښې د هېواد معیشت ښه كولو له شپه ورځ هڅې كوي، مخدوم خسرو بختیار

image

اسلام آباد 19 دسمبر (اے پی پی) د منصوبه بندۍ،پرمختګ ، اصلاحاتو اوشماریاتو وفاقی وزیر مخدوم خسرو بختیار وئيلي دي چې د پاکستان مینوفیکچرنګ سیکټر ودې ، د برآمداتو زياتوالې او کاروبار لپاره ښه چاپيرچل پیدا کولو له د اصلاحاتو لړۍ په بشپړه ډول روانه ده، حکومت د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د هېواد معیشت ښه كولو له شپه ورځ هڅې كوي۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د ایګزم بانك مشر سره د ملاقات په مهال وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل د پاکستان په پرمختيائي بجټ كښې داسې منصوبې شاملوو كومې به چې د اصلاحاتو په نفاذ كښې مرستياله وګرځي۔ ده ووئيل د سی پیك ترمخه پاکستان كښې د 9 خاص اقتصادی زونز جوړيدو سره به د پاکستان تجارتی خسارې كمولو كښې مرسته وشي، د پاکستان ټرانسپورټ سیکټر كښې بندرځايونو ،سترو لارو او ریل منصوبې د بیلټ آپریټ او ټرانسفر ماډل اختیارولو سره بشپړول غواړو۔ ده ووئيل آئل اینډ ګیس سیکټر او نورو مهمو څانګو كښې زياتو پروژو پيل كولو ته پام لرنه كوو۔

مضمون کا ماخذ : گونزو کی تلاش
متعلقہ مضامین
مزید خبریں