حكومت به آزاد كشمير او ګلګت بلتستان كښې د سېلګرۍ څانګې ترقۍ لپاره د پبلك پرائيوېټ پارټنرشپ د لارې د اربونو روپو سرمايه كاري كوي

image

اسلام آباد 30 نومبر(اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين خان ګنډاپور وئېلي دي حكومت به د وزيراعظم عمران خان وژن ترمخه آزاد كشمير او ګلګت بلتستان كښې د سېلګرۍ څانګې ترقي وركولو لپاره د پبلك پرائيوېټ پارټنرشپ د لارې د اربونو روپو سرمايه كاري كوي۔ده دا خبره د اسلام آبا د ګلګت بلتستان كونسل لخوا په ټورآرزم د وركړې كېدونكي بريفنګ مشري كولو په مهال وكړه۔ده ووئيل آزاد كشمير او ګلګت بلتستان كښې د سېلګرۍ څانګه كښې د پرمختګ بلها صلاحيت موجود دې او په دې سيمو كښې د سېلګرۍ څانګه بهرنيو سرمايه كارو او نجي څانكې زړه راښكونكې ثابتېدې شي۔وفاقي وزير ووئيل آزاد كشمري او ګلګت بلتستان ته هر كال د لاكونو په شمېر سېلګري راځي۔ده ووئيل د استوګنې او سېلګرۍ غوره آسانيو وركولو سره دې سيمو كښې سېلګري څو چنده زياتېدې شي۔ده ووئيل په ګلګت بلتستان كښې راما جهيل٬عطا آباد جهيل او په پركچوره جهيل ريزارټ جوړولو سره به د دې ځاې د سېلګرۍ هلې ځلې زياتې شي ا و د پبلك پرائيوېټ پارټنرشپ د لارې د سېلګرۍ ځايونو ته زياته ترقي وركړې كېدې شي۔وفاقي وزير ووئيل حكومت به د سېلګرۍ ټولو ځايونو ته د نړيوال معيار سړكونه جوړول باوري كړي او په دې لړ كښې تر راما جهيل تر فري پېډور سړك جوړولو سپارښتنه شوي۔ده ووئيل حكومت آزاد كشمير كښې د 200 كلوميټرو ټورآزم كورېډور جوړولو منظمه منصوبه بندي كوي۔ وفاقې وزير ووئيل د سېلګرۍ څانګې پرمختګ سره به د آزاد كشمير او ګلګت بلتستان سيمې تر حقيقي معنو په خپلو پښو اودېږي او د دې سيمې اولس ته به د روزګار بلها موقعې په لاس ورشي

مضمون کا ماخذ : شریر چڑیل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں