پېنډۍ ۔16جون (اے پی پی) مسیحی ورورولۍ مسلمانانو ورونړو ته د لويې اختر مباركي وركړې او دوئي لپاره يۍ د نېكو هيلو څرګندونه كړې ده۔ د مسيحي ورورولۍ روحاني لارښود آرچ بشپ پېنډی /اسلام آباد ډاکټر جوزف ارشد د مسیحی ورورولۍ لخوا اسلامي نړۍ ته د لويې اختر مباركي وركړې او په پخپل پېغام كښې يۍ د ګردې نړۍ مسلمانانو په خاص توګه په پاك وطن كښې ژوند كوؤنكو ورونړو خوېندو ته مباركي وركولو سره په دې موقعه د غزه مظلوم اولس لپاره دعاګانې كړې دي۔ ده ووئيل لويې اختر د قربانۍ درس وركوي ٬ مسيحي ورورولي د خپلو مسلمانانو ورونړو په خوشحالۍ كښې يو برابر شريك ده۔ ده ووئيل د اختر د خوشحالۍ په موقعه به مونږ له د خپلو بې وزله ورونړو خوېندو خيال ساتل وي۔ ده خپل پېغام كښې د هېواد امن او سلامتيا له د دعا خواست هم وكړو۔