سمندر پورې پاکستانیانو لپاره مانیټرنګ سیل جوړ شوے، په ټاكلي وخت كښې به پاسپورټ جاري كولې شي ۔ د كورنيو چارو وفاقی وزیر محسن نقوی

image

روم 05 جون (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقی وزیر محسن نقوي وئيلي دي اوس به سمندر پورې پاکستانیانو ته ارجنټ پاسپورټ په 7 ورځو او نارمل په 30 ورځو كښې ترلاسه كېږي، سمندر پورې پاکستانیانو لپاره مانیټرنګ سیل جوړ كړے شوے، شهر بانو د دې سیل انچارج ده۔د د كورنيو چارو وفاقي وزیرمحسن نقوي د اټاليا پايه تخت روم كښې د پاکستان سفارت دوره وكړه چرته چې هغه د پاسپورټ سیکشن څارنه وكړه۔ د كورنيو چارو وفاقي وزیر سیکشن كښې د موجودو پاکستانیانو سره ملاقات وكړو او د هغوې څخه ئې مسئلې وپوښتلې۔د سمندر پورې پاكستانيانو وفاقی وزیر چودھري سالك حسین هم ده سره ؤ ۔د پاکستان سفیر علي جاوید د وفاقي وزيرانو هركلے وكړو او د سفارتخانې افسران سره ئې د دوي سره معارفي كړل۔دوي د سېكشن معائنه وكړه او وفاقي وزیر سالك حسین په سیکشن كښې د منډي بهاو الدین او ګجرات څخه تعلق لرونكو وګړو سره ملاقات وكړو او د هغوې مسئلې ئې واوريدلې۔دغسې وفاقي وزیر سالك حسین اړوندو چارواكو ته په ټيلفون كولو د وګړو مسئلې حل کړې۔د كورنيو چارو وزیر محسن نقوي ووئيل د اوورسیز پاکستانیانو آسانيو لپاره صوبو څخه د پولیس تصدیق لپاره ښه نظام جوړولو له به په سمدستي توګه کار كولې شي۔به دې مهال د كورنيو چارو وفاقی وزیر محسن نقوي پاسپورټ په مقررہ وخت كښې د وركولو لپاره احکامات جاري کړل۔سمندر پورې پاکستانیانو آسانيو لپاره به ارجنټ پاسپورټ په 7 ورځو كښې دغسې نارمل پاسپورټ به په 30 ورځو كښې جاري كولې شي۔ مونږ مانیټرنګ سیل هم جوړ كړے۔ اے اېس پی شهر بانو به د مانیټرنګ سیل مشره وي۔ده ووئيل بهر هېوادونو كښې مېشته پاکستانیانو له به په ټاكلې موده كښې پاسپورټ جاری كولې شي۔ د كورنيو چارو وفاقی وزیر محسن نقوي د سفارتخانې افسرانو ته په محنت او پروفیشنل اپروچ د فرائض ترسره كولو تلقین وكړو۔د كورنيو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي په وزیټرز بك كښې تاثرات هم وليكل۔د پاکستان سفارت اعلی چارواكي هم په دې موقع موجود وؤ

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز لائیو ڈرا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں