لاهور 22 ستمبر (اے پي پي)د بشري حقونو لنډ مهاله وفاقي وزير خليل جارج وئېلي دي چې بابا ګورو نانك عمر له نړۍ ته د امن درس وركړی٬مونږ ټولو له به خپل ذاتي او عوامي ژوند كښې د امن ترلاسه كولو لپاره كار كول وي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د كرتار پورې دورې په موقع مېډيا سره په خبرو كښې كړې۔لنډ مهاله وفاقي وزير خليل جارج ووئيل چې نن د تشدد او جرمونو څخه ډكه نړۍ كښې د بابا ګورو نانك د تعليماتو اهميت زيات شوې٬د نړۍ موجوده حالات ته كتلو سره د هغوي په تعليم عمل كولو سخت ضرورت دې۔ده ووئيل چې بابا ګورو نانك تل نړۍ ته د امن درس وركړې ٬ د ټولو وروڼو ترمينځه د شريك احترام او مينې رشتې پېدا كولو ته اړتيا ده۔د بابا ګورو نانك ژوند مونږ ته دا څيز ښائي چې امن او خوشحالۍ سره ژوند څنګه تيرول دي