اسلام آباد۔20ستمبر(اے پی پی) د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهرا بلوچ وئيلي دي چې نګران وزيراعظم انوارالحق کاکړ د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ په 78مه غونډه کښې ګډون لپاره نيويارک كښې دے ٬ نګران خارجه وزير جليل عباس جېلاني او خارجه سېكتر محمد سائرس سجاد قاضي هم د ده په پلاوي كښې شامل دے۔ د خارجه وزارت وياندې د شورؤ په ورځ په خپل پرېس بريفنګ كښې ووئيل وزيراعظم تېره ورځ د ايران صدر سيد ابراهيم الرئيسي سره ملاقات وكړو او د نړيوال پرمختګ اقدام او د تلپاتي پرمختګ هدفونو په اړه يۍ په ليډرز ډائيلاګ د اعلی كچې غونډه كښې ګډوڼ وكړو۔ په سمټ ليډرز ډائيلاګ كښې وزيراعظم په خاص توګه پرمختګ كوؤنكو هېوادونو لپاره د تلپاتي پرمختګ هدفونو په ترلاسه كولو كښې په پېښو چېلنجونو رڼا واچوله۔ ده په موسمياتي انصاف زور راوړو په كوم كښې چې په موسمیاتی فنانس كښې هر كال 100 اربه ډالره څخه د زيات رقم وركولو لوظ پالل د دې نيمه برخه موسمياتي موافقت لپاره بېلول او د زيانونو لپاره د فنډز په فوري توګه پېل كول شامل دي۔ وياندې ووئيل خارجه وزير په نيويارك كښې په يو شمېر ګڼ اړخيزه پروګرامونو كښې ګډون وكړو په كومو كښی چې د منځني ختيز امن لپاره د وزيرانو د كچې غونډه او فلسطين لپاره د او آئي سي د شپږ كسيزه كمېټۍ غونډه هم شامل ده۔ په دې موقعه خارجه وزير د بېلاروس، کیوبا، مالټا، ناروے، هالېنډ، سعودی عربستان او متحدہ عرب امارات خارجه وزيرانو سره دوه اړخيزه ملاقاتونه وكړه۔ ده په ایشیا سوسائټی كښې خطاب هم وكړو۔ وياندې ووئيل چې د او آئی سی کمېټۍ غونډه كښې خارجه وزير د فلسطين مسئلې حل لپاره د دوه رياستي حل سره اړوند د پاكستان د اصولي موقف پخلې وكړو۔ وياندې ووئيل په ایشیا سوسائټی كښې د خپل خطاب په مهال خارجه وزير د پاکستان پالېسۍ عزم تكرار كړو كوم چې په ګټوره همكارۍ ٬ نور سره په سولييز ډول پاتې كېدو ٬ دوه اړخيزه احترام او په شريك اقتصادي پرمختګ اډانه دے۔ ده د ګاونډي هېواد په حېث نورو سره پرامن پاتې كېدو لپاره د پاكستان وژن رامخې ته كړو په كوم كښې چې د ترهګرۍ مقابله كول ٬ په افغانستان كښې امن او استحكام او د پاكستان هند ترمينځه د پخواني شخړو او په خاص توګه د كشمير شخړې حل شامل دے۔