د كورنيو چارو وزیر سرفراز احمد بګټی روات كښې د غلو سره مقابله كښې د پولیس کانسټیبل عدیل ظفر په شهادت د افسوس څرګندونه وكړه

image

اسلام آباد 10ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو نګران وزیر سرفراز احمد بګټی روات كښې د غلو سره مقابله كښې د پولیس کانسټیبل عدیل ظفر په شهادت د افسوس څرګندونه كړې ده۔ د اتوار په ورځ جاري شوې بیان كښې د كورنيو چارو وزير وئيلي چې د فرض په لاره كښې شهادت ترلاسه كونكې کانسټیبل عدیل ظفر ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي۔ ده د ژوبل شوې کانسټیبل عاشر او عادل زر روغتيا له دعا اوكړه۔ د كورنيو چارو وزير ووئيل ژوبل شوې کانسټیبلز له ښه طبی آسانيو وركولو سپارښتنه شوي ۔ ده ووئيل پولیس اهلکارو د کمال بهادرۍ سره د غلو مقابله کړې او درې غله ئې وژلې دي۔

مضمون کا ماخذ : resultados loteria ریو ڈی جنیرو
متعلقہ مضامین
مزید خبریں