د سېنېټ چيئرمېن په ګرد هېواد كښې او په خاص توګه په بلوجستان كښې د بارانونو دلاسه په شوي ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه

image

اسلام آباد۔24جولائی(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني په ګرد هېواد او په خاص توګه په بلوچستان صوبه كښې د بارانونو او سېلابونو دلاسه په شوي ځاني او مالي زيان د سخت افسوس او غم دړد څرګندونه كړې ده۔ د سېنېټ چئيرمېن ضلعي انتظاميې ٬ ډيزاسټر منېجمنټ او ريسكيو چارواكو ته هدايات جاري كړې دي چې هغوي دې د سېلاب ځپليو فوري مرستې او د ښكته سيمو خلق محفوظ ځايونو ته رسولو له ګامونه پورته كړي۔ د سېنېټ چيئرمېن د سېلاب د لاسه په رامخې ته شوي صورتحال قابو موندلو له د اړوندو ادارو او د صوبائي حكومت د هڅو ستائنه وكړه۔ ده د بارانونو او نورو پېښونو په نتيجه كښې په حق رسېدليو له د بخښنې٬ ژوبل شويو له د زر روغتيا او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم دعا وكړه۔

مضمون کا ماخذ : ڈوپلا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں