تاشقند 16 جولائي (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي د وزيراعظم عمران خان په افغانستان كښې امن لپاره هڅې به د نيجې وړ ثابت شي۔د جمعې په ورځ د سيمه ايز رابطه كنفرنس په حقله خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل په دې كنفرنس كښې د 60 څخه زيات هېوادونه ګډون كوي۔په دې كنفرنس كښې به په سيمه ايزو رابطو او معاشي هلو ځلو خبرې كېږي۔ده ووئيل تېره ورځ د ازبكستان صدر شوكت مرزايوف او د وزيراعظم عمران خان ترمينځه ملاقات شوے۔په دې مهال تاشقند نه تر ګوادر ټرين سروس او كراچۍ نه تر تاشقند د ټركونو تګ راتګ نظام لخ خوښي څرګنده شوې۔ده ووئيل د 22 هېوادونو مشران او خارجه وزيران موجود دي كوم به چې د تجارت٬معيشت او ويزو كښې د آسانيو په اړه د خيالاتو څرګندونه كوي۔ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان او افغانستان صدر اشرف غني ترمينځه ملاقات هم متوقع دے چې پكښې به په مهمو چارو بحث كولې شي۔مونږ هڅه كوو چې افغانستان كښې امن وي او سيمه ايزې رابطې زياتې شي۔