اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) فوډ سېكورټي اېنډ ريسرچ لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال جمشېد اقبال چيمه وئيلي دي د تحريك انصاف راتلونكي حكومت راوستلو كښې به كروندګر كليدي كردار لوبوي٬ سږ كال 1100 اربه روپۍ اضافي د كروندګرو كورونو ته تللي٬ راتلونكي كال لپاره دا اندازه 2100 اربه روپۍ ده٬ د خوراك درآمدي بل 10 اربه ډالره دے كوم چې به راتلونكې كال كېدل پېل شي۔ د وزيراعظم فوډ سېكوريټي اېنډ ريسرچ لپاره خاص مرستيال جمشيد اقبال چيمه ووئيل حكومت چې د زراعت پرمختګ لپاره كوم اقدامات كوي د دې په سبب به انشآء الله د تحريك انصاف راتلونكې حكومت راوستلو كښې كرونده ګر خپل كليدي كردار لوبوي٬ په هېواد كښې 83 لكه كرونده ګر دي چې پكښې يوازې 26 زره كرونده ګر سل اېكړا يا د دې نه د زياتې زمكې مالكان دي٬ دې لپاره كرونده ګرو د جاګيردار ٬ وډېره يا د ظالم په توګه مخاطب كول پكار نه دي۔ده ووئېل دا وړومبے حكومت دے چې د كروندګرو محنت ئې تسليم كړے او ھغوې ته په درنه سترګه ګوري۔ ده ووئيل پاكستان كښې د خوراك درآمدي بل لس اربه ډالره ته نزدې دے كوم چې به انشآء الله راتلونكې كال كمېدل پېل شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خېبر چېمبر آف کامرس اېنډ انډسټري صدر کرنل (ر) محمد صديق او د کرم چيمبر آف کامرس اينډ انډسټري صدر سيد علي حماد کاظمي په مشرۍ كښې پلاوي سره ملاقات كښې كړې۔ پلاوي د لائيو سټاك په درآمدات كښې د رامخې ته خنډانو په اړه خاص مرستيال خبر كړو او بهترۍ لپاره ئې وړاندېزونه وركړل۔ جمشېد اقبال چيمه ووئيل په زراعت كښې 37 فيصده لېبر فورس كار كوي او په جي ډي پي كښې ئې برخه 18 فيصده ده خو تر ننه كرونده ګرو ته د عزت وركولو په ځاے د دوي استحصال شوے٬ مونږ دا روايت بدل كړے او كرونده ګرو له مو شاباشے وركړے د كوم چې ھغوي په حقيقي معنو كښې مستحق دي ۔ ده ووئيل د تخم سمه بيعه په رامخې ته كېدو سږ كال 1100 اربه روپۍ اضافې د كروندګرو كورونو ته تللي او راتلونكې كال به دا 2100 اربه روپۍ شي، مونږ هڅه كوٶ چې په 7 كالو كښې د كروندګرو آمدن يو په دوه شي۔ ده ووئيل وړومبے د زرعي الاتو د سبسډي په فهرست كښې 12 څيزونه شامل وٶ كوم چې اوس 81 كړې شوي او كوم چې مونږ كرونده ګرو ته په نيمه بيعه وركوٶ ٬ ځكه پرې حكومت 28 اربه روپۍ سبسډي وركوي۔ده ووئېل كرونده ګرو له ګودام جورولو لپاره 180اربه روپۍ اېښودې شوي٬ د ګودامونو د لګښت 30 فيصده به كرونده ګر او 70 فيصده به حكومت زغمي ، په دې به د سبسډي په مد كښې 40 اربه روپۍ حكومت ادا كوي، په يونين کونسلو كښې به 7 ارب روپۍ خرڅ كولې شي چرته چې به لارښودنې لپاره اېګريكلچر افسر او فيلډ سپروائزر ساتلے شي، حکومت چې كوم اقدامات كوي يوه وجه نشته چې راتلونكې حكومت د تحريك انصاف رانشي۔ ده پلاوي ته باور وركړو چې حکومت د لائيوسټاك پرمختګ لپاره هم هر ډول ممكنه اقدامات كوي٬ د درآمدات پحقله چې كومې هم ستونزې رامخې ته دي ھغه به حل كولې شي