اسلام آباد12جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي مزارات زمونږ تاريخي ورثه ده٬ د دربارونو په خوا اوشا كښې زمكې په مناسب ډول كارولو لپاره دې جامع پلان جوړ كړے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د ګل په ورځ د حضرت داتا ګنج بخش مزار جامع ډويلپمنټ او منيجمنټ منصوبې، د لاهور تاريخي بادشاهي مسجد او پنجاب كښې د نورو مزارونو تحفظ او بحالي او ښكلا پحقله د عونډې مشرۍ په مهال كړې۔ په غونډه كښې د پنجاب وزيراعليٰ سردار عثمان بزدار، د اوقاف صوبائي وزير پير سيد سعيد الحسن، د خزانې وزير هاشم جوان بخت، د وزيراعلٰې خاص مرستيالهډاکټر فردوس عاشق اعوان، د پنجاب چيف سېكرټري او نورو چارواكو د وېډيو لنك د لارې ګډون كولو۔ په غونډه كښې د اطلاعات او خپرونو وزيرمملكت فرخ حبيب هم موجود ٶ۔ وزيراعظم ته د لاهور تاريخي او مذهبي ځايونو حضرت داتا ګنج بخش علي هجويري مزار او د بادشاهي مسجد د تحفظ٬ بحالي او ښكلا پحقله په منصوبه تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ د داتا دربار پحقله ووئيل شول په دې منصوبه كښې په دربار كښې د زيارت اسانيو٬ د دربار په خوا اوشا كښې د انفرسټركچر غوره كولو او زائرينو ته بهتر سهولتونه وركولو سره سره دا ځاے د مذهبي سېلګرۍ او د ديني تعليم مركز جوړولو په اړه منصوبه جوړه كړې شوې ٬ دې منصوبې له مخې به د داتا ګنج بخش دربار يو وېلفيئر مركز جوړولې شي، چرته چې به مستحقو زائرينو ته خوراك٬ د استوګنې سهولتونه٬ د دوي د تعليم انتظام سره سره د دربار بهتر انتظام به هم باوري كولې شي دغسې چې زيارت كوٶنكو له د پارکنګ، لنګر اونور سهولتونه بهتر كړې شي۔ د بادشاهي مسجد تحفظ ا رنګ روغن پحقله ووئيل شول په دې منصوبه كښې به تبركګېلري، قرآن هال، د انګڼ صحن بهتري او مونځ كوٶنكو لپاره سهولتونهلا ښه كولې شي۔ وزيراعظمعمران خان ته پنجاب كښې د نورومزارونو بحالۍ او تحفظ پحقله هم بريفنګ وركړے شو۔ غونډې ته خپله وېنا كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل ګرد هېواد كښې مزارونه زمونږ تاريخي ورثه دي۔ ده ووئيل د مذهبي سېلګرۍ ودې پحقله د دې ځايونو بحالي او تحفظ ډېر مهم دي۔ وزيراعظم ووئيل د دربارونو په خوا اوشا كښې زمكې په مناسب ډول كارولو لپاره دې جامع پلان جوړ كړے شي دغسې چې دا سركاري زمكه روغتونونو او د تعليمي ادارو لپاره وكارولې شي