د قومی اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر د قامی اسمبلۍ غړي افضل کھوکھر د استحقاق په پوښتنه خپل رولنګ محفوظ کړو

image

اسلام آباد 29 جنوری (اے پی پی)د قامی اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر د مسلم لیګ (ن) د قامی اسمبلۍ غړي افضل کھوکھر د استحقاق په پوښتنه خپل رولنګ محفوظ کړے ٬ دغسې د وزیراعظم د پارلماني چارو صلاحكار ډاكټر بابر اعوان ووئيل داسې كوم قانون نشته چې د اسمبلۍ په شان آئینی ادارہ د کومې قبضه ګرې له تحفظ وركړي دغسې افضل کھوکھر ووئيل زمونږ كور ويجاړ كړے شوے ‘ مونږ دا زمكه اغستي ده ، زما د استحقاق پوښتنه دې كمېټۍ ته وليږلې شي،دوي دې هم خپل ثبوت راوړي او مونږ به هم خپل ثبوت راوړوو ، كه زه غلط ثابت شوم نو سزا له چمتو يم۔ د جمعې په ورځ په قامی اسمبلۍ كښې د افضل کھوکھر د استحقاق په پوښتنه هغه ووئيل د 23 او 24 جنوری په شپه سهار څلور بجې زما او زما د خور كورونه د حکم امتناعی باوجود راغورځولې شوي۔دې سره زما استحقاق مجروح شوے۔ دا زما د بنیادی آئینی او بشري حقونو خلاف ورزی ده۔ زما د وكيلانو عدالتی کاغذات ښودل هم نظر انداز کړې شوي۔د وزیراعظم د پارلماني چارو صلاحكار ډاكټر بابر اعوان ووئيل حکومت د ایوان د هر غړي قانونی او آئینی حقونو احترام کوي۔ ده د قواعد 97 او 31 حواله وركولو سره ووئيل څوك هم عدالت كښې زیر سماعت كېس باندې دلته بحث نه شي كولې۔د پاکستان کوم هم قانون د چا په زمكه د قبضې اجازه نه وركوي۔ ده ووئيل دا 45 کناله سرکاری زمكه وه د دې بيعه يو نيم ارب روپۍ ده ۔ سرکاری زمكه راخلاصه كړې شوې۔ پرائیویټ پراپرټي له لاس هم نه دې وروړے شوے۔

مضمون کا ماخذ : اسرار ریلز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں