په مچه بلوچستان كښې د 11 بې ګناه كان كنانو قتل د ترهګرې يوه بزدلانه او غېر انساني كارروائي ده. وزيراعظم عمران خان

image

اسلام آباد 03 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان په مچھ بلوچستان كښې د 11 بې ګناه كان كنانو د وژنې سخته غندنه كولو سره وئيلي دي چې دا د ترهګرې يوه بزدلانه او غېر انساني كارروائي ده. د اتوار په ورځ په ټويټر په خپل ټويټ كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل چې د بلوچستان په مچه سيمه كښې د كوئلې د 11 معصوم كان كنانو وژنه د غندنې وړ قتل او د ترهګرې انسانيت سوز بزلادنه پېښه ده. اېف سي ته امر شوے چې ټولې وسيلې كارولو سره دې قاتلا ګرفتار كړے شي او د قانون منګولو ته دې وسپارل شي. وزيراعظم ووئيل چې حكومت به ځپلې كورنۍ يوازې نه پرېږدي.

مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ کی تجزیات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں