وزيراعظم عمران خان او نورو مشرانو سره كامياب ملاقاتونه شوي

image
APP11-28 LAHORE: June 28 - President of Afghanistan Ashraf Ghani with delegation listening the speech of Punjab Governor Chaudhry Muhammad Sarwar at the Governor’s House. APP photo by Mustafa Lashari

لاهور 28 جون (اے پي پي) افغان اولس مشر اشرف غني وئيلي دي وزيراعظم عمران خان او نورو مشرانو سره كامياب ملاقاتونه شوي ٬ د پاكستان او افغانستان اړيكې به په راتلونكي وخت كښې لا قوي شي٬ د لاهور د اولس نه مې چې كومه مينه او خلوص ترلاسه كړے٬ شايد چې كوم بل ځاې نه شي۔ ده دا خبرې د جمعې په ورځ د لاهور په ګورنر هاؤس كښې د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور سره د ملاقات په مهال په خپلو خبرو كښې وكړې۔ په دې موقع د پنجاب ګورنر كورودانه بېګم پروين سرور هم موجود وه۔ افغان اولس مشر ووئيل د لاهور د اولس نه مې چې كومه مينه او خلوص ترلاسه كړے٬ شايد چې كوم بل ځائ نه شي۔ ده د لاهور په اړه خپل زاړه يادونه هم تازه كړل۔ په دې موقع د پاكستان او افغانستان په اړيكو او د شريكې خوښې په چارو خبرې وشوې۔ د پنجاب ګورنر ووئيل د افغان اولس مشر دورې سره به دواړه هېوادونه يو بل ته نزدې شي۔ په افغانستان كښې امن٬ پرمختګ او خوشحالې لپاره پاكستان افغانستان سره ولاړ دے۔ ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې حكومت ټولو ګاونډي هېوادونو سره د دوستې اړيكې غواړي۔ دواړو مشرانو د دواړو هېوادونو ترمېنځه سولې لپاره د مرستې په زياتولو هم خبرې وكړې۔

مضمون کا ماخذ : شریر چڑیل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں