د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن په كوئټه كښې د بمي چاودنې غندنه٬په قيمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه

image

اسلام آباد 12 اپرېل (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن په كوئټھ كښې د بمي چاودنې غندنه او په پیښه كښې په قيمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه كړی ده ۔د غمرازۍ په خپل بيان كښې ده ووئيل ترهه ګر د پاكستان امن ته زيان رسولو سره د پرمختګ عمل په نښه كول غواړي۔ده ووئيل غيور او بهادر پاكستانيان د دې عفريت په نره مقابله كوي ٬ ده ووئېل هغه وخت لرې نه دے چې د ترهه ګرو به بشپړه خاتمه وكړې شي۔ده دعا وكړه چې لوے څښتن دې شهيدانو له لوړې درجې او غم جنو كورنيو سره د زغم توفيق او ژوبل شوو له زر روغتيا وركړي

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کی دستیابی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں