د پیټروليم وفاقي وزير غلام سرور خان د مبادله پیټروليم كمپنۍ چيف ايګزېكټو مصباح الكابي سره ملاقات كښې خبرې

image
APP27-11 ISLAMABAD: April 11 - Federal Minister for Petroleum, Ghulam Sarwar Khan meeting with Mr. Musabbeh Al Kaabi, CEO Mubadala Petroleum. APP

اسلام آباد 11 ااپرېل (اے پی پی) د متحده عرب امارات مبادله پېټروليم كمپنۍ په پاكستان كښې د تېل او ګاز په اړه سرمايه كارۍ كولو له خوښي څرګنده كړې ده ٬ دغسې د پیټروليم وفاقي وزير غلام سرور خان ووئيل پاكستان نړيوالو سرمايه كارو له د ښه چاپېرچل وركولو په پالېسۍ عمل كوي۔د زيارت په ورځ د متحده عرب امارات د تېل او ګاز لټون او پېداوار څانګې مبادله پیټروليم چيف ايګزېكټيو مصباح الكابي سره ملاقات وكړو۔په دې موقع په پاكستان كښې د متحده عرب امارات سفير عيسٰی عبدالله الباشاه النوامي هم موجود وو۔وفاقي وزير ووئيل د وزيراعظم عمران خان پھ مشرۍ كښې په پاكستان كښې نړيوالو سرمايه كارو له ښه چاپېرچل وركړی ۔ده ووئيل پاكستان ډاؤن سټريم آئل ريفاننګ او ماركيټنګ په څانګه كښې د سرمايه كارۍ ښې موقعې لري چرته چې آئل ماركيټنګ او سكورېج نېټ ورك ته پراختيا وركولو ته اړتيا ده۔د مبادله پیټروليم كمپنۍ چيف ايګزېكټيو د حكومت د اړخه په پاكستان كښې كمپنو له ښه چاپېرچل وركول خوشبينه ګرځولو سره ووئيل مبادله پیټروليم كمپني په پاكستان كښې سرمايه كارۍ كولو كښې خوښي لري۔ده وفاقي وزير د پاركو كوسټل آئل ريفانري جوړولو په اړه پېشرفت څخه خبر كړو۔ بل خوا د مبادله پیټروليم اېل اېن جيو بزنس سره سره ساحل او سمندر كښې د تېلو او ګاز لټون نوي بلاكس كښې هم خوښي لري

مضمون کا ماخذ : لاٹری آن لائن خریداری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں