اسلام آباد 08 مارچ (اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير شاہ محمود قریشی وئيلي دي هېواد كښې غريبۍ او د جهالت ختمولو ته پام لرنه كوو، ډير زر به نوې پاكستان جوړ شي،زمونږ سوچ د وفاق او عمران خان د وفاق علامت دے،تھر پار کھر له لوئ خښتن لوئ خزانې وركړې خو د دې ځائې وګړو ته د خښلو پاكې اوبه هم نه ترلاسه كېږي، د سندھ اولس له به د خپل سباؤن پريكړه كول وي، سره د هندي جارحیت مونږ امن غوښتي، د کشمیر اولس د خپلواكۍ حق لپاره هلې ځلې كوي هغوي ترهه ګر نه دي۔ د پاکستان اولس به مظلومو کشمیريانو سره ولاړ وي۔ د جمعې په ورځ تھر پار کر كښې اولسي غونډې ته خپل خطاب کښې خارجه وزير ووئيل نن هم د هېواد زياته آبادي غريبۍ سره مخ ده۔د غريبۍ او جهالت ختمولو ته پام لرنه كوو او ډير زر به نوې پاكستان جوړ كړو۔ده ووئيل تھر پار کھر له لوئ خښتن لوئ خزانې وركړې خو د دې ځائې وګړو ته د خښلو پاكې اوبه هم نه ترلاسه كېږي۔ دلته زيات كسان د مارانو خوړلو څخه مري خو دلته پھ روغتون كښې واکسېن هم نشته۔ده ووئيل زمونږ سیاست د وفاق او عمران خان د وفاق علامت دے۔ د سندھ اولس له به د خپل سباؤن پريكړه كول وي۔خارجه وزير هند ته ووئيل دا 71 نه دے ،نوې پاکستان دے ۔71 كښې یحی خان ؤ او نن عمران خان دے ۔ د هند په رويو كښې نن هم بدلون نه دې راغلې۔ سره د هندي جارحیت مونږ امن غواړو۔ ده ووئېل مونږ هندي پائلوټ په عزت سره خوشې كړې خو هغوي مونږ له د شاکر اللہ مړې رالېږلې۔ ده ووئيل كه مودي بيا په غلط نظر وكتل نو زمونږ وسله وال ځواكونه او اولس د خپل هېواد دفاع كول پيژني۔خارجه وزير ووئيل وزیر اعظم عمران خان د قائد اعظم محمد علی جناح او علامه اقبال د فلسفې سیاست او نریدنر مودی د ګاندھی او پټیل فلسفې ختمولو سیاست کوي۔ زمونږ د اړخه د امن غږ دے او مودی د جنګ چغي وهي۔ده ووئيل نن د هند خپل وګړې وائي چې مودی هند ته زيان رسوي۔خارجه وزير ووئيل د کشمیر اولس د خپلواكۍ حق لپاره هلې ځلې كوي هغوي ترهه ګر نه دي۔ د پاکستان اولس به مظلومو کشمیريانو سره دغسې ولاړ وي