د پاكستان سباؤن روښانه دې۔ د يو موټي پاكستان مقابله تقسيم شوې هندوستان سره ده۔ په روانه مسئله ټولو سياسي ګوندونو خپلو كښې اختلافات شاته كولو سره د يووالي څرګندونه كړې۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير فواد چوهدري

image

لاهور۔ 2 مارچ (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير فواد چوهدري وئيلي دي د پاكستان سباؤن روښانه دې۔ د يو موټي پاكستان مقابله تقسيم شوې هندوستان سره ده۔ په روانه مسئله ټولو سياسي ګوندونو خپل اختلافات شاته كولو سره د يووالي څرګندونه كړې۔ درې جنګونه مو كړي دي او څلورم به هم كوو۔ پروني ګام سره وزيراعظم پېغام وركړې چې مونږ امن غواړو او ټولې نړۍ زمونږ د دريځ ملاتړ كړې دې۔ سعودي عربستان ٬ تركيه ٬ ايران او د قطر په شمول يو شمېر هېوادونه مونږ سره ولاړ دي۔ پاكستانۍ ميډيا مثبت كردار ترسره كولو سره ثابت كړې چې هغه هندي ميډيا څخه څومره وړاندې ده۔ هند كشمير ته د يوې سيمې په توګه ګوري۔ مونږ كشميري اولس سره د وينې خپلولي لرو۔ وزيراعظم سعودي عربستان كښی د پاكستان پالېسۍ وړاندې كړې وه چې مونږ افغانستان مستحكم او هند سره د معمول ترمخه اړيكې غواړو۔ ده د خالي په ورځ اېكسپو سنټر كښې د سپېئریئر پوهنتون كلن كانووكېشن ته خطاب كولو۔ وفاقي وزير ووئيل د پاكستان سباؤن څومره روښانه دې۔ زمونږ 64 فيصد آبادي د 35 كالو نه كمه ولې ولې بياهم مونږ جنګ كښې خوښي نه لرو۔ وزیراعظم عمران خان سعودی عربستان كښې ووئيلي وو مونږ افغانستان مستحكم ليدل غواړو او هند سره اړيكې د معمول ترمخه غواړو۔ ولې چې كله افغانستان كښې حالات خراب شي نو پاكستان كښې هم حالات خراب شي چې لامله ئې زيان پښتنو ته رسي دغسې كه هند سره حالات خراب شي نو دغلته زيان د پنجابيانو او كشميريانو كېږي او زمونږ زړونو ټولو قومونو سره درزيږي۔ ده ووئيل هند كښې ځينې خلق جنګ نه غواړي ځكه دغلته 21 ګوندونو په يوه خله مودي څخه پوښتنه كړې چې د جنګ صورتحال پېدا كولو سره نتيجه څه په لاس راغلې ده۔ ده ووئيل مونږ درې جنګونه كړي دي او څلورم به هم وكړو او كه ته مونږ كمزورې كول غواړې نو به هم تا كمزورې كړو ولې جنګونه د مسئلو حل نه وي ځكه يوځائې ناستې سره به كومې نتيجې ته رسېدل وي۔ وفاقي وزير هند ته پېغام وركړو چې خپل مائنډسېټ بدل كړي او سوچ وكړي چې پلوامه پېښه ولې وشوه۔ ده ووئيل هند كشمير ته د يوې سيمې په توګه ګوري او مونږ كشميري اولس سره د وينې رشته لرو۔ مونږ كشمير لپاره درې جنګونه كړي دي۔ په كشمير كښې د روان ظلم مونږ ته احساس كېږي۔ ځكه دا مسئله به حل كول وي۔ ده ووئيل مونږ او آئي سي ته نه ځو ولې ايران ٬ سعودي عربستان ٬ قطر او نور هېوادونه مونږ سره ولاړ دي۔ وفاقی وزیر ووئيل د ځوانانو صلاحيتونو څخه بايد استفاده وكړې شي۔ د زرګونو په شمېر زده كوونكي پوهنتونونو څخه فارغېږي۔ حكومت له به دوئي ته روزګار وركول وي۔ پاكستان په خپلو زلمو وياړ لري۔ د پاكستان سباؤن دا لوستي ځوانان دي۔ كه ددوئي سباؤن روښانه وي نو د پاكستان سباؤن به هم روښانه وي۔

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا علاقائی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں