مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ نړۍ ته څرګندولو له اقدامات كوو

image

اسلام آباد 28 جنوری (اے پی پی)د بهرنيو چارو چارو وفاقي وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ نړۍ ته څرګندولو له اقدامات كوو٬پاكستان د كشمير مسئلې په اړه واضحه نظرياتي مؤقف لري٬لندن كښې به د كشمير ورځ په موقع د خارجه چارو قائمه كمېټي په خاص توګه ګډون كوي٬پاكستان له به د امريكې۔ په افغان چارو په اړه نظرلرل وي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د سېنېټ د خارجه چارو قائمه كمېټۍ ته بريفنګ په مهال وكړه۔د خارجه چارو قائمه كمېټۍ غونډه د چيئرمېن سناتور مشاهد حسېن په مشرۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې د كشمير ورځ په اړه د كشميريانو سره د يو والي څرګندونې له په لندن كښې د پروګرامونو جاج واخستلې شو۔په غونډه كښې په لندن كښې د كشمير ورځ په بشپړه ډول رامخې ته كولو له د كمېټۍ غړو څخه تجويزونه ترلاسه كړې شو۔سناتور مشاهد حسېن سيد ووئيل د پاكستان ټول سياسي ګوندونه٬ادارې او ټول قام د كشمير٬افغانستان په مسئله٬په نيوكليئر چارو او د سي پيك په پروژه يو موټې دي٬د كشمير مسئله دې د ملګرو ملتونو قراردادونو او اولسي هيلو ترمخه حل كړې شي٬خارجه وزير قائمه كمېټۍ تفصيلاتو څخه خبرولو كښې ووئيل د پاكستان او كشميري اولس لپاره يوه ښه موقع ده چې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزي په ښه ډول رامخې ته كړي دغسې چې په هند فشار واچولې شي او هند د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو قراردادنو له مخې حل كولو ته مجبور كړې شي٬ده ووئيل پاكستان د كشمير مسئلې په اړه واضحه نظرياتي موقف لري٬په لندن كښې د كشمير ورځې په اړه د سېنېټ د خارجه چارو قائمه كمېټي به په خاص توګه ګډون كوي چرته به چې هغوي د هاؤس آف لارډز او هاؤس آف كامن غړو سره هم ملاقات كوي۔په غونډه كښې سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر سناتور شبلي فراز٬سناتور محمد جاوېد عباسي٬ سناتور ډاكټر آصف كرماني ٬ سناتوره نزهت صادق٬ سناتور اسد علي خان٬ سناتور عبدالرحمان ملك٬ سناتورې شيري رحمان٬ سناتور ميا محمد عتيق شېخ٬ سناتور سراج الحق٬ستاره اياز٬ سناتور ډاكټر شهزاد وسيم او د خارجه چارو وفاقي وزير شاه محمود قرېشي٬خارجه سېكترې تخمينه جنجوعه او د

مضمون کا ماخذ : فا فا فا ۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں