شېروان څخه اېبټ ته تلونكې اېمبولېنس ژورې كندې ته پرېوتو۔ 5 كسان سخت ژوبل

image

اېبټ آباد۔ 7 جنوری (اے پی پی) شېروان څخه يو رنځور اېبټ ته راوړنكې اېمولېنس خوئيدو سره ډرائيور څخه بې قابو شو او ژورې كندې ته پرېوتو چې په نتيجه كښې ئې 5 كسان سخت ژوبل شول۔ ژوبل شوي كسان ډسټركټ هېډ كوارټر روغتون ته منتقل كړې شوي دي۔ د پولیس ذريعو لمخې د ګل په ورځ شېروان څخه اېبټ آباد روغتون ته وړونكې اېمبولېنس توتني سره نزدې ډرائيور څخه بې قابو كېدو سره ژورې كندې ته پرېوتو چې په نتيجه كښې ئې ډرائېور عبدالرزاق ولد جمعه خان، حلیمه بی بی زوجه خان وېز،6 كلنه فاطمه دختر خانویز، علی حېدر ولد شېر زمان او خانویز ولد چن زېب سخت ژوبل شو۔ د پېښې اطلاع په ترلاسه كېدو ځائي پوليس او د ریسیکو 1122 اهلکار د پېښې ځائې ته ورسېدل او ژوبل شوي كسان ئې ژورې كندې څخه بهر كولو سره ډسټركټ روغتون ته ورسول۔

مضمون کا ماخذ : پاور بال کی پیشن گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں