په ټول هېواد كښې عيد مېلاد النبي ﴿ص﴾ لمانځلو لپاره تيارې روانې دي

image

اسلام آباد 18 نومبر (اے پي پي) په ټول هېواد كښې عيد مېلاد النبي ﴿ص﴾ لمانځلو لپاره تيارې روانې دي٬ سږ كال وفاقي حكومت په سركاري كچه د عيد مېلاد النبي ﴿ص﴾ لمانځلو پرېكړه هم كړې۔ په دې موقع د پېغمبر پاك حضرت محمد ﴿ص﴾ په حيات طيبه رڼا اچولو لپاره خاص پروګرامونو ته حتمي شكل وركولې شي۔ په اسلام آباد كښې به د مذهبي چارو وزارت تر سيوري لاندې دوه ورځنې سېرت كنفرنس هم كېږي۔ دغسې د بېلا بېلو مذهبي ګوندونو لخوا هم د سېرت كنفرنسونه كولې شي۔

مضمون کا ماخذ : مڈاس گولڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں