د رېلوے وزارت د رېلوے كاركردګي بهتر كولو لپاره د 8 زره 600 ملازمينو بهرتي كولو پرېكړه كړې

image

اسلام آباد 18 نومبر (اے پي پي) د رېلوے وزارت د رېلوے كاركردګي بهتر كولو لپاره د 8 زره 600 ملازمينو بهرتي كولو پرېكړه كړې۔ د رېلوے ذريعو اے پي پي ته ووئيل چې د رېلوے كاركردګي بهتر كولو لپاره رېلوے په بېړنې توګه يوولس زره ملازميو ته ضرورت لري۔ رېلوے تر اوسه 2 زره ملازمين اخستي دي۔ د ذريعو له مخې وزيراعظم عمران خان 8 زره 600 ملازمين بهرتي كولو لپاره د سمرې منظوري وركړې او ډېر زر به په دې د بهرتې عمل پېل شي۔ د ذريعو له مخې په خپلو ضلعو كښې نوكرې لټوونكو ته به ترجيح وركولې شي او د بهرتې عمل به په سپېځلي ډول كولې شي۔ پخوانو كانديدانو ته به هم د نوي اشتهار له مخې خواستونه وركول وي۔ د ذريعو له مخې د وزيراعظم پېكج له مخې په رېلوے كښې په كنټرېكټ د كار كوونكو ملازمينو مستقل كولو لپاره به هم سمري منظورې لپاره لېږلې شي۔

مضمون کا ماخذ : سپر اسپنر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں