د مقبوضه كشمير په شوپيا سيمه كښې هندي ځواكونو دوه كشميريان شهيدان كړل

image

سرينګر 18 نومبر (اے پي پي) په مقبوضه كشمير كښې هندي ځواكونو د خپلې رياستي ترهګرې په تازه كارروائې كښې په شوپيا سيمه كښې دوه كشميريان شهيدان كړي دي۔ د كشمير مېډيا سروس له مخې دا كشمري ځوانان هندي ځواكونو په زينه پوره سيمه كښې د محاصرې او لټون په مهال شهيدان كړي دي۔ تر وروستيو اطلاعاتو په سيمه كښې د هندي ځواكونو عمليات روان وو۔ له بلې خوا په سيمه كښې د دې ځوانانو په شهادت مظاهرې پېل شوې دي۔ قابض انتظاميې په شوپيا كښې د انټرنېټ سروس معطل كړے۔

مضمون کا ماخذ : پرامڈ ادا کرتا ہے۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں