د قامی سیرت کنفرنس انتظاماتو په اړه د مذهبی چارو وفاقی وزير پیر نورالحق قادری په مشرۍ كښې غونډه

image

اسلام آباد 13 نومبر (اے پی پی) د قامی سیرت کنفرنس انتظاماتو په اړه د مذهبی چارو وزارت كښې د وفاقی وزير پیر نورالحق قادری په مشرۍ كښې د جاج اخستو غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د مذهبي چارو سیکتر میا محمد مشتاق او د مذهبي چارو وزارت نورو اعلیٰ افسرانو ګډون وكړو۔ د مذهبي چارو وزیر د قامی سیرت کنفرس په اړه تر اوسه شوو انتظاماتو څخه خبر كړې شو۔ په دې موقع وئيل شول قامی سیرت کنفرنس به پھ 20 او 21 نومبر اسلام آباد کنونشن سنټر كښې كېږي۔ د کنفرنس به دوه ناستې وي يوه ورځ به اولس مشر ډاکټر عارف علوی او په بله ورځ به وزیر اعظم عمران خان خاص ميلمه وي۔ د مذهبي چارو وزیر ته وئيلې شول کنفرنس كښې د ټول هېواد څخه د جید علماﺀ کرامو پشمول د مصر، سعودی عرب او ایران څخه هم مندوبین رابللې شوي۔ د مذهبي چارو وزیر سپارښتنه وكړه چې د کنفرنس ټول انتظاماتو له دې په ښھ ډول حتمی شکل وركړې شي دغسې چې د غیر ملکی ميلمنو پشمول د پاکستان ګدون كوونكې د څه ډول ستونزو سره مخ نشي

مضمون کا ماخذ : como ganhar na raspadinha
متعلقہ مضامین
مزید خبریں