د نبی کریمﷺ حرمت مونږ ته د خپل ځان او مال څخه زيات عزیز دې او دا زمونږ د ایمان برخه ده

image

اسلام آباد 01 نومبر (اے پی پی) قامی اسمبلۍ كښې د بيلو ګوندونو سره تعلق لرونكو غړو وئيلي چې د نبی کریمﷺ حرمت مونږ ته د خپل ځان او مال څخه زيات عزیز دې او دا زمونږ د ایمان برخه ده٬ په اوسني صورتحال به د پوهې سره قابو موندلې شي٬ بايد مونږ په ګډه د معاملې حل كولو هڅه وكړو۔ د زيارت پھ ورځ قامی اسمبلۍ كښې د سپریم کورټ د پريكړې نه پس په رامخې ته شوې صورتحال بحث كښې برخه اخستلو سره د جماعت اسلامی د قامی اسمبلۍ غړي مولانا عبد الاکبر چترالی ووئيل د مذهب په نامه د وګړو جنګولو خبره سمه نه ده، د نبیﷺ په شان كښې ګستاخی کونكو له په هر دور كښې سزا وركړې شوي ، د نبیﷺ په شان كښې ګستاخی زغملې نه شو، هېواد كښې د امن صورتحال د ډاډ وړ نه دې، وزیراعظم د 22 کروړه اولس نمائنده دې، بايد وزیراعظم د پريكړې نه پس ایوان اعتماد كښې اخستلې ؤ كه هغه دا كار كړې ؤ دا صورتحال به نه وې۔ د بلوچستان عوامی ګوند پارلمانی لارښود خالد حسېن مګسی ووئيل امام الانبیاءﷺ په شان كښې ګستاخی څوك هم زغملې نه شي، بايد ځينې څيزونه د سیاست څخه بالاتر وې، ۔ د اېم کیو اېم غړي صابر حسېن قائمخانی ووئيل په ناموس رسالت ټول مسلمانان خپل ځان قرباني كولو له چمتو دي، په توهین رسالت د نبی کریم ﷺ په دور كښې د مرګ سزا وه۔ ریاض فتیانه ووئيل كه دا هېواد وې نو زمونږ سیاست به هم وي٬ بايد مونږ په يو بل د تورونو لګولو څخه ډډه وكړو۔ د توهین رسالت سزا مرګ دې۔ د مسلم لیګ (ن) د قامی اسمبلۍ غړي رانا ثناء الله ووئيل مونږ له به د اوسني صورتحال جاج اخستل وي، جون 2009ء كښې په آسیه بی بی پر د توهین رسالت مقدمه درج شوې وه او په 2010ء كښې هغې له د مرګ سزا اورولې شوې وه، 2014ء كښې هائی کورټ دغه پريكړهپه ځائې ساتلو پريكړه كړي۔اوس نهه كاله پس هغه خوشې كړې شوه۔ په دې مهال سلمان تاثیر قتل کړې شوې۔ ممتاز قادری په سولۍ كړې شوې۔ په دې مهال جذبات راپار كړې شوي۔ كه په 2009ء كښې پريكړه شوې وې نو دومره جذبات به نه ؤ راپار شوې۔ ممتاز قادری د كوم هم ګوند سره تعلق نه لرلو۔

مضمون کا ماخذ : فروٹ شاپ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں