آئین او پارلیمنټ سره سره د ټولو صوبائي اكائيانو مضبوط جوړول هم زمونږ ذمه واري ده٬ آصف علي زرداري

image

اسلام آباد۔9مارچ(اے پی پی) د پاکستان پیپلز ګوند شريك چيئرمېن آصف علي زرداري وئيلي دي چې آئین او پارلیمنټ سره سره د ټولو صوبائي اكائيانو مضبوط جوړول هم زمونږ ذمه واري ده٬ په دې لړ كښې پارليمنټ آئيني بدلونه هم كړي دي۔ صدارتي ټاكنو لپاره د خالي په ورځ د پارليمنټ په شريكه غونډه كښې د خپل ووټ كاسټ كولو څخه وروستو ميډيا سره خبرو كښې د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل زما د صدارت په تېر دور كښې چې كله پارليمنټ ته د ادارو بهترۍ لپاره وړاندېزونه وركړې شول نو پارليمنټ لبيك ووئيلو او بيا يۍ هغه بدلونونه وكړل كوم چې هېواد لپاره ضروري وو۔

مضمون کا ماخذ : Raging Rhino
متعلقہ مضامین
مزید خبریں